د باليووډ د مخکښ ستوري اکشی کمار په اړه (۹) جالب حقایق

ااکشی کمار Akshay Kumar یوازې یو نوم یا یو اداکار نه دی، بلکې هغه د مبارزې، زحمت، نظم، احساس او د سوپرسټار ټولې هغه ځانګړنې لري، کومې چې باید په یوه سوپرسټار کې موجودې وي. اکشی کمار د بالي ووډ هغه بېساری اداکار دی، چې خورا زیات فلمونه لري/ جوړوي او اکثر فلمونه یې هېټ کېږي. هغه نه یوازې دا، چې د بالي ووډ یو لوبغاړی دی، بلکې په حقیقي ژوند کې هم یو تکړه کېلاړي دی. راځئ دلته به د اکشی کمار په اړه په څو جالبو شیانو پوه شئ.

 

۱:- د باليووډ سینما دغه سوپرسټار د تیکواندو پیاوړی لوبغاړی او اتل دی، چې څو ځلې یې په سیالیو کې برخه هم اخیستې ده او پکې بریالی شوی دی.

۲:- د اکشی کمار لومړنی فلم، چې ده پکې د هیرو په حیث کار کړی دی، سوګند (۱۹۹۱) کې ریلیز شوی و، خو تر دې مخکې هم هغه د مهېش بټ په فلم آج (۱۹۸۷) کې یوازې د ۷ ثانیو لپاره په نظر راغلی دی.

۳:- اکشی کمار په یوه کال کې له ۳ څخه تر ۴ پورې فلمونه جوړوي، خو په زړه پورې داده، چې په ۱۹۹۴ کې د نوموړي ۱۱ فلمونه ریلیز شوي وو.

۴:- اکشی یو ډېر منظم انسان دی. هغه د شپې پر مهال محفلونو ته نه ځي، پر وخت ويده کېږي او سهار مخکې له دې چې لمر راوخېژي، له خوبه راپاڅي.

۵:- کله چې اکشی کمار په کالج کې و، له پوجا بترا، روینه ټنډن او شلپا شيټي سره یې اړیکې درلودې، خو هغه بیا د راجیش کهنه له لور ټوینکل سره واده وکاوه، له هغې وروسته له کترینه کېف او شلپا شيټي سره هم د اکشی کمار نوم وتړل شو.

 

۶:- اکشی کمار باندې په باليووډ کې د ((کیلاړي)) نوم ايښودل شوی دی او د دې لفظ تر شا د هغه د ۸ فلمونو نومونه هم نښتي دي. په دې فلمونو کې کیلاړي (۱۹۹۲)، می اکیلې کیلاړي (۱۹۹۴)، بړي صاحب خلډي (۱۹۹۵)، کیلاړي کا کیلاړي (۱۹۹۶)، مسټر اینډ مسز کیلاړي (۱۹۹۷)، انټرنیشنل کیلاړي ۴۲۰ (۲۰۰۰)، او کیلاړي ۷۸۶ (۲۰۱۲) شامل دي.

 

۷:- په بالي ووډ کې د اکشی کمار په اړه یوه سندره هم ویل شوې ده، چې په سندره کې د هغه ډېره ستاینه شوې ده او دا پکې ویل شوي دي، چې هغه په خپلې وړتیا سره بالي ووډ ته راغلی دی او له کومې فلمي کورنۍ سره اړیکه نه لري. د دې سندرې مطلع ده: ((نه زه امیتاب بچن، نه دلیپ کمار، نه د هیرو زوی، زه ساده ساده اکشی یم اکشی.))

 

۸:- هندي سینما کې ډېری فلمونه معمولاً ماسپښین یا تر ماسپښین مخکې ثبت کېږي، خو هغه فلم کې چې اکشی کمار کار کوي، د پروډکشن ټول پرسونل مجبور دی سهار وختي د فلم شوټینګ پیل کړي.

 

۹:- اکشی کمار دغه راز د باليووډ سینما په اداکارانو کې تر ټولو ډېرې پېسې ګټونکی اداکار دی، چې سږ کال هم د بالي ووډ په سطحه یې تر ټولو اداکارانو ډېرې پېسې ګټلې دي.

 

کاپي هنرستان…