د باليووډ مشهور کوميډين جوني ليور د لور په اړه څومره معلومات لرئ؟

د باليووډ مشهور اداکار او کوميډين جوني ليور يو له هغه اداکارانو څخه دى، چې د خپلو ټوکي او کوميډي کردارونو له امله يې خپل يو ځانګړى نوم پېدا کړى دى، د هغه لور هم د هغه په څېر د کوميډي برخه کې کار کوي او په ډېر شهرت يې ترلاسه کړى دى.

په راپورونو کې ويل شوي، د جوني ليور لور جيمي ليور په ٢٠١٢ کال د اګست په مياشت کې د لندن په يوه اېجنسۍ کې د مارکيټنګ په برخه کې کار پيل کړ او په همدغه کال کې يې د (دا کوميډي سټور) خپرونه کې د سټېنډ اپ کوميډينې په توګه هم کوميډي پيل کړه.

جيمي ليور په ٢٠١٥ کال کې د هند د کوميډي تر ټولو مشهور اداکار او کوميډين کپل شرما په فلم (کس کس کو پيار کرو) او له هغه وروسته په (هاوس فل) فلم کې هم کار وکړ.

جيمي ليور تراوسه پورې يوازې په دوه بالي ووډ فلمونو کې کار کړى دى، خو د کوميډي په برخه کې هغه ډېر نوم پېدا کړى دى، ځکه په ډېرو خپرونو او بېلا بېلو ځايونو کې هغه کوميډي کوي.

 

په خپله تازه مرکه کې جيمي ليور وايي: ((خلک زما صفت داسې نه کوي چې ته ښايسته يې، بلکې راته وايي چې ته ډېره ټوکي يې او په ډېر ښه ډول بېلا بېلې څيرې جوړوې، ماته هيچا هم دا نه دي ويلي چې ته ښايسته يې.))

نوموړې په خپله مرکه کې همدا راز وايي: ((پلار چې مې کله په کور کې وي نو هغه ډېر ساده ژوند کوي. د خپل ماشومتوب او د مبارزې کيسې راته کوي، خو کله چې له هغه سره په کومه خپرونه کې ګډون کوم، نو ډېره ويرېږم.))

 

نوموړې وايي، چې په سټېج باندې هغه زما پلار نه بلکې زما مشر وي او کله چې هغه زما مشر وي، نو بيا ډېر له سختۍ کار اخلي. هغه په کار کې هېڅ تېروتنه نه مني، هر کله چې له هغه سره کومه خپرونه کوم نو ډېره ويره وي راسره او له همدې امله سټېج ته تر تګ مخکې ډېره خواري او زيار کاږم.

 

د يوې پوښتنې په ځواب کې جيمي ليور وويل، چې له ماشومتوبه مې د خپلو ملګرو، ښوونکو او خپلو مشرانو پېښې خوښېدې. زما مور و پلار زما له دې شوقه ښه خبر و او اوس هم راته وايي، چې موږ ته له کوچنيوالي معلومات و چې په تا کې هم دا ويروس دى. هغه وايي، کورنۍ راته کله هم په دې اړه څه ونه ويل، بلکې راته يې وويل چې لومړى زده کړه کړه، بيا کار وکړه او بيا دې خپل شوق پوره کړه.

 

جيمي ليور په ډېرو خپرونو او غونډو کې د بالي ووډ فلمونو د مشهورو اداکارانو نقل يا پېښې کړي دي، د يوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل، چې ماسره دا ويره هم وي، چې د کوم چا نقل وکړم، نو وايم هسې نه چې د شپې راپسې زنګ وکړي چې ته ولې زما نقل کوې؟

 

هغه وايي، زه د دې خبرې ډېر پام ساتم، چې د نقل پر مهال د چا زړه خپه نه کړم او نه هم د چا په شخصي ژوند باندې خبرې وکړم.

 

نوموړې وايي، پلار مې راته دا خبره کړې ده، چې هر کله د چا نقل يا پېښې کوې، نو داسې يې کوه، چې په هغه کس بد ونه لګي، بلکې ستا د کار ستاينه وکړي. زموږ هندي ليدونکي ډېر هوښيار دي، که د چا نقل څوک سم ونه کړي، نو دوى بيا خپه کېږي.

کاپي هنرستان…