د باليووډ هغه اداکارانې چې دوه یا درې ځلې یې وادونه کړي دي

په هند او ځينو نورو هېوادونو کې هغه ورځې اوس تېرې شوې دي، چې یوې ښځې به خپل ټول عمر له یوه سړي سره تېراوه او چې مور و پلار به یې څوک ورته غوره کړل، هغه به یې د ژوند ملګری شو. هغه وخت به چې د کومې ښځې ژوند څومره هم تریخ و، هغې به هر څه زغمل او د ټولنیز کلتور له امله به یې غږ نه کاوه، خو اوس دا هر څه بدل شوي دي او اوس ښځې هم د غلطو کارونو پر خلاف خپل غږ اوچتوي.

په دې لیکنه کې د بالي ووډ د هغو ۵ اداکارانو په لولئ، چې په پیل کې هغوی ژوند ښه نه و او هغوی څو ځلې حتی تر درې ځلو ډېر وادونه کړي دي.

 

۱:- بینډیا ګوسوامي Bindiya Goswami

د بینډیا د مینې ژوند ډېر له ټيټو او جګو ډک و او دا به ښيي سهي وي، چې وویل شي، چې د هغې په ژوند باندې په بالي ووډ کې پوره یو فلم جوړېږي. هغې له ونود مهره سره تار غځولی و، خو دا چې ونود مخکې له مخکې واده کړی و، پلار یې د دوی اړیکه قبوله نه کړه او دوی مجبور شول له یو بل سره وتښتي او په پټه واده وکړي. تر ټولو جالبه داده، چې ونود خپله پخوانۍ مېرمن نه وه طلاق کړې، خو له بینډیا سره یې واده وکاوه.

 

د دوی د واده ډېر کم وخت وتلی و، چې د بینډیا له جی پي دتا سره مینه پیدا شوه. د حیرانۍ خبره داده، چې د بینډیا واده له ونود سره شوی و او له هغه سره هم تښتېدلې وه، خو دا ځل دې بینډیا هم پرېښوده او له جی پي سره یې په پټه واده وکاوه او بېرته نه ورته راتلله. بینډیا او جی پي اوس دوه بچیان لري.

 

۲:- کېرن کیر Kirron Kher

کېرن کیر او انوپم کیر Anupam Kher پرته له شکه چې یوه ښکلې جوړه ده، خو ډېر خلک به په دې نه پوهېږي، چې دا د دوی دویم واده دی او تر دې مخکې یې هم یو ځل واده کړی و. له دې مخکې د کېرن واده له ګوتم بیري Gautam Berry سره شوی و، چې يو سوداګر و.

 

خو د کېرن ژوند له ګوتم سره مخکې لاړه نه او هغې له انوپم کیر سره واده وکاوه. کېرن د انوپم تر ټولو نږدې ملګرې وه او هغه وخت یې ورسره لیدلي وو کله چې هغه په چندي ګړ کې په تیاتر کې کار کاوه. انوپم هم د کېرن په څېر یو ځل مخکې واده کړی و، خو بریالی شوی نه و او په لنډ وخت کې پای ته رسېدلی و. په پیل کې کېرن او انوپم یوازې نږدې ملګري وو، خو وروسته یې له یو بل سره مینه پیدا شوه او انوپم اداکارې کېرن ته د واده وړاندیز وکړ.

 

کېرن له خپل پخواني خاوند څخه طلاق واخیسته او په ۱۹۸۵ز کال کې یې له انوپم سره واده وکړ. د دوی واده په ډېرې خوښۍ سره شوی دی او اوس هم اداکاره کېرن خپل خاوند ته د یوه رومانټیک سړي په سترګه ګوري.

 

۳:- نیليمه عظیم Neelima Azeem

د اداکارې نیلیمه عظیم کیسه یو څه بدله ده، ځکه چې هغې یو او دوه ځلې نه، بلکې درې ځلې واده کړی دی. دې اداکارې لومړی له پنکج کپور Pankaj Kapoor سره واده وکاوه، چې له هغه نه یو زوی شاهد کپور Shahid Kapoor لري. کله چې شاهد ۳ کلن و، د مور و پلار په منځ کې یې شخړه پیدا شوه او له یو بل نه جلا شول. له هغې وروسته اداکارې نیلیم راجیش کهټار Rajesh Khattar ته واده شوه، چې له هغه نه هم د ایشان کهټار Ishaan Khattar په نوم یو زوی لري. له بده بخته چې د اداکارې دې واده هم دوام ونه مونده او په ۲۰۰۱ کې په طلاق پای ته ورسېده.

 

 

 

په پای کې د نیلیمه واده د هغې له پخواني ملګري استاد رضا علي خان سره وشو، خو دا خبرې هم کېدې چې هغوی به هر وخت له یو بل سره شخړې کولې او له همدې امله جلا شوي دي. خو وروسته نیلیمه دا خبرې رد کړې او ویې ویل، چې دوه یوځای دي او خپل ګډ ژوند ته دوام ورکوي.

 

۴:- یوګیتا بالي Yogeeta Bali

اداکارې یوګیتا بالي په ۱۹۷۶ز کال کې له کشور کمار Kishore Kumar سره واده کړی و، چې د حېرانۍ خبره داده، چې کشور تر دې مخکې هم دوه وادونه کړي وو. د دوی واده سم نه و روان او یوګیتا د خوشاب فلم د شوټینګ پر مهال په میتهون چکرورتي Mithun Chakraborty باندې زړه بایلود. یوګیتا له کشور کمار نه طلاق واخیسته او په ۱۹۷۸ز کال کې یې له میتهون چکرورتي سره واده وکاوه، چې تر دې واده مخکې میتهون هیلینا لیوک Helena Luke سره واده کړی و، خو د دوی واده بریالی شوی نه او له یو بل نه په جدایۍ سره پای ته رسېدلی و.

 

۵:- نیلم کوټهارې Neelam Kothari

نیلم کوټهارې د ریشي سیټهیا په نوم د یوه شتمن سوداګر له زوی سره په ۲۰۰۰ز کال کې په داسې حال کې واده وکاوه، چې د هلک کورنۍ د دوی په واده خوشاله نه وه. خو د دواړو ګډه اړیکه دوامداره نه شوه او په لنډ وخت کې پای ته ورسېده. خو څه وخت وروسته ایکتا کپور د خپل مسلک په وسیله نیلم له اداکار سمیر سونې Samir Soni سره معرفي کړه. سمیر په همدې وختونو کې له ماډلې راج لکشمي خان سره خپل واده په خواشینۍ سره پای ته رسولی و. دوی له یو بل سره له اوږدو لیدنو کتنو وروسته په ۲۰۱۱ز کال واده وکړ.

 

کاپي هنرستان….