د باليووډ هغه ستوري چې په لندن کې رهایشي کورونه لري

د باليووډ اکثره ستوري د رخصتۍ پر مهال بهرنیو هېوادونو ته ځي. لندن د دوی لپاره بیا ډېر غوره ځای دی. هر کال ډېری هنرمندان د رخصتیو پر مهال له خپلو کورنیو سره لندن ته ځي. د لندن د ښار ښکلا، فېشن او شاهي سټایل د بالي ووډ د اداکارانو ډېر خوښېږي، ځکه خو د بالي ووډ ګڼو لوبغاړو په لندن کې خپل کورونه اخیستي دي. دلته هغه اداکاران پېژنئ چې په لندن کې هم رهایشي کورونه لري.

 

۱:- شاه رخ خان Shahrukh Khan

تاسو شاید خبر یاست چې شاه رخ خان د هند په ممبۍ کې د (منانت) په نوم یو شانداره کور لري، خو نوموړی په لندن کې هم یو په زړه پورې اپارتمان لري. د هغه کور د لندن په پارک لېن کې دی. هغه اکثره وخت چې رخصت وي، له خپلې کورنۍ سره لندن ته ځي.

 

۲:- اجی دیوګن Ajay Devgan

اجی دیوګن له ګران بیه موټرو او نورو زیاتو څيزونو سره مینه لري. هغه په لندن کې د ځان لپاره یو کور هم اخیستی دی، چې دا یې د مېرمنې غوښتنه هم وه. کاجول Kajol له لندن سره د هند په څېر مینه لري او همدا وجه وه، چې اجی دیوګن هلته کور واخیست.

 

۳:- سونم کپور Sonam Kapoor

 

سونم کپور په لندن کې له خپل خاوند آنند اهوجا سره هم ژوند کوي. د سونم او آنند کور د لندن په ناټینګ هیل کې دی. تر واده مخکې دوی لومړی ځان ته کور واخیست. د سونم پلار انیل کپور Anil Kapoor هم کله کله د رخصتیو پر مهال له سونم دوی سره په لندن کې اوسي.

 

۴:- شلپا شيټي Shilpa Shetty

جوهو کې د شلپا شيټي بنګله (کناره) ده. شلپا ته په لندن کې یوه بنګله د هغې خاوند راج کوندرا په ډالۍ کې ورکړې وه. راج کندرا په لندن کې ډېر ستر کاروبار لري. شلپا هم په لومړي ځل له راج سره په لندن کې مخ شوې وه.

 

۵:- جوهي چاوله Juhi Chawla

جوهي چاوله په لندن کې خپل کور لري. د جوهي خاوند جی مهتا یو لوی سوداګر دی. د هغې دواړه بچیان جهانوي مهتا او ارجون مهتا په لندن کې لوړې زده کړې کړې دي.

 

۶:- کترینه کېف Katrina Kaif

 

 

 

کترینه کېف په هانګ کانک کې پیدا شوې ده. په ۲۰۱۱ کې کترینه کېف په لندن کې په هیمپسټډ سیمه کې یوه ستره بنګله اخیستې ده. هغه ډېری وختونه لندن کې خپله رخصتي تېروي.

 

کاپي هنرستان…