د باليووډ ګڼو لوبغاړو په خپل کار کې د استعداد د ښودلو او په شخصي ژوند کې له خلکو سره د مرستې له امله ګڼ ستر ستر امتیازات خپل کړي دي. دلته د بالي ووډ سینما د ۷ هغو مخکښو اداکارانو په اړه لولئ، چې له مشهورو پوهنتونونو څخه یې افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې دي.
۱:- امیتاب بچن Amitabh Bachchan
امیتاب بچن په سینما کې د خپل پراخې برخې اخیستنې او د ښو فلمونو د جوړولو له امله ۷ ځلې له بېلابېلو هېوادونو نه افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې دي. هغه په وروستي ځل په ۲۰۱۵ کې د مصر هېواد د هنرونو له اکاډمۍ څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.
۲:- شبانه اعظمي Shabana Azmi
شبانه اعظمي هم ۵ ځلې له بېلابېلو هېوادونو نه افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې دي. د هغې وروستۍ دوکتورا په ۲۰۱۴ کې د Teri پوهنتون له لوري هغې ته ورکړل شوې ده.
۳:- ویدیا بالن Vidya Balan
ویدیا بالن په سینما کې د ونډې اخیستلو او په پرده باندې د ښځو د پیاوړي اړخ تمثیلولو له امله د هند د احمد آباد د یوه انسټیټيوټ له لوري د هنرونو په برخه کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.
۴:- شرمیلا ټېګور Sharmila Tagore
شرمیلا ټېګور هم په سینما کې د پراخې ونډې اخیستنې له امله د هنرو په برخه کې له Edinburgh Napier پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.
۵:- شاه رخ خان Shahrukh Khan
د بالي ووډ دغه مخکښ ستوري په خپل ژوند کې پنځه ځلې افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې دي، چې وروستۍ دوکتورا یې په تېر ۲۰۱۹ کال کې په مېلبورن کې د Trobe پوهنتون له لوري ورکړل شوې ده.
۶:- پريټي زینټا Preity Zinta
پريټي په سینما کې د برخه اخیستنې او د خپلو بشري مرستو په خاطر په ۲۰۱۰ کال کې د (University of East London) له پوهنتون نه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.
۷:- شلپا شيټي Shilpa Shetty
اداکارې شلپا شيټي په ۲۰۰۷ کال کې د کلتوري تنوع په برخه کې د پراخې برخې اخیستنې له امله د انګلستان د UK پوهنتون له لوري په افتخاري دوکتورا نازول شوې ده.
کاپي هنرستان…