د باليووډ ورکه نجلۍ بيا را پيدا شوې

د سلمان خان په مرسته او ملګرتیا تر بالیووډ پورې رسېدلې زرین خان خو به پېژنئ، هغه چې په لومړیو تر بالیووډ پورې راغله، ټول پرې غلط شول چې ګنې کترینه کیف ده.

له رنګه سپینه زرین خان هغه ډول چې تمه کېده، په بالیووډ کې و نه ځلېده، بس محدود فلمونه یې وکړل، خو له پرله پسې ناکامیو وروسته یې اوس ټلوېزیون ته مخ کړی او په ټلوېزیوني پروګرامونو کې کار کوي.

د هغې تر ټولو بریالی فلم ویر په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې له سلمان خان سره یو ځای هغه مهال نندارې ته وړاندې شو چې خان له کترینه کیف سره جګړه وکړه او پر ضد یې د زرین خان لاس ونیو.

له هغه وروسته یې په ځينو نورو فلمونو کې هم کار وکړ، خو چندان و نه ځلېده.

که څه هم په دې فلمونو کې زرین خان یوازې نه وه او تر ډېره په‌کې نورې نجونې هم وې، لکه په هاوس۳ کې یا هم وروستی فلم یې هیټ سټوري ۳.

هندۍ رسنۍ لیکي، زرین خان به ډېر ژر د عشق باز په نامه یو ټلوېزیوني سریال کې را ښکاره شي او همدا ډول به یې په یوه خپرونه کې هم کوربه توب وکړي.