د بالي ووډ لیجینډ پښتون اداکار دلیپ کمار مړ شو

د بالي ووډ فلمونو لیجینډ اداکار او د پېښور پښتون دلیپ کمار، چې خپل اصلي نوم یې محمد یوسف خان و، نن یې د ۹۸ کلونو په عمر کې خپل روح حق ته وسپاره او د تل لپاره یې سترګې پټې کړې.

د معلوماتو له مخې، دلیپ کمار له څو ورځو راهیسې د ممبۍ په یو روغتون کې بستر و او د ساه اخیستو مشکل یې درلود، چې نن سهار د دغه روغتون ډاکټرانو د هغه مړینه رسنیو ته تایید کړې ده.

دلیپ کمار چې ۹۸ کاله مخکې په ۱۹۲۲ کال کې د پښتونخوا په پېښور کې زېږېدلی و، له هغه ځایه بیا ممبۍ ته تللی و او هلته یې په بالي ووډ فلمونو کې کار پیل کړی و.

دلیپ کمار د هند یوازینی هغه اداکار و چې د خپلې بې شانه اداکارۍ په مټ یې هندي فلمونو ته نوی رنګ ورکړ، چې اوس هم د هغه فلمونه خلک ډېر په مینه ګوري او د کلاسیک درجه لري.

محمد یوسف خان ته د خپلې اداکارۍ په مټ د هند او پاکستان د حکومتونو د سترو جایزو په ګډون لسګونه جایزې ورکړل شوې وې، هغه د زیات عمر او ناروغیو له امله له ډېر وخت راهیسې په کټ پروت و.

هغه چې څو ورځې وړاندې د ممبۍ په یو روغتون کې د ناروغۍ له امله بستر و، نن سهار یې د ممبۍ په هماغه روغتون کې ساه ورکړه.

کاپي…