د بالي ووډ مشهورې اداکارې له ډایریکټر سره په پټه واده کړی

د بالي ووډ فلمونو اداکارې انګیرا دهر په پټه د فلم جوړونکي انند تیواري سره واده کړی دی، چې اوس یې د خپل واده په اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي دي.

د معلوماتو له مخې، ۳۳ کلنې اداګارې انګیرا دهر په انسټاګرام کې د واده په اړه پېغام خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې د خپل فلم (لو پر سکوایر فوټ) ډایریکټر انند تیواري سره یې د اپریل په میاشت کې واده کړی و.

اداکارې د خپل واده عکسونه هم خپاره کړي دي او لیکلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۳۰مه نېټه موږ واده کړی دی، زموږ په واه کې د کورنۍ غړو او نږدې ملګرو ګډون کړی و.

بلخوا انند تیواري هم د واده عکسونه او ورته پېغام له خپل انسټاګرام اکاونټ څخه خپور کړی دی او له خپل واده نه یې مینه وال خبر کړي دي.

د یادولو ده چې اداکارې انګیرا دهر په ۲۰۱۳ کال کې په لومړي ځل په بالي ووډ فلم بیګ بورو سټیل کې کار کړی و، له هغه وروسته یې په وېب سریال بینګ باجا بارات کې کار وکړ، نن سبا هغه د (می ډی) فلم په ثبت کې مصروفه ده، همدا راز په ۲۰۱۹ کال کې د خپور شوي مشهور فلم (کمانډو ۳) کې یې هم کار کړی و.

کاپي…