د بالینګ یا توپ اچوونې په اړه

بالېنګ یا توپ اچونه په کرکېټ لوبه کې یو داسې عمل او کردار دی، چې توپ اچوونکي توپ یا غونډوسکه په توپ غورځوونکي لاس کې نیسي او توپ ترسره کوي.

زیاتره بالران دا توپ په ګرېپ یا پټۍ باندې نیسي تر څو بال ښه سوېنګ واخلي؛ بیا دغه توپ د وېکټ څخه دفاع کوونکي توپ وهونکي پر وړاندې غورځوي، چې هغه یې د منډو جوړولو په پار لوبوي.

دې عملیې ته توپ اچونه ویل کېږي، چې یو توپ غورځوونکی توپ په ویشتن ځای کې د توپ وهونکي پر وړاندې ور غورځوي.

توپ اچونه ځانګړي مسلکیت ته اړتیا لري، په توپ اچونه کې د لاس سټایل، د لاس د تاوولو زاویه او د توپ د غورځولو حالت باید درست وي، که چېري د بالر د لاس زاویه درسته نه وي، توپ اچونه یې لغوه بلل کېږي او وار کول حسابېږي.

هغه توپ چې د توپ وهونکي خواته د بالر له خوا ور اچول کېږي، بال یا ډیلیوري ورته وایي.

توپ اچونه د پېچ د یو سر څخه ترسره کېږي.

کله چې یو توپ په غېر قانوني ډول ترسره شي لوبڅار یې د لغوه کېدو امر کوي، که توپ له ټاکلي حد بیرون وي او یا هم ډېر لوړ وي لوبڅار وایډ یا پراخه بال ورکوي.

که بالر له کرښې پوره پښه اړوي بیا نو (نو‎) توپ حسابېږي او همدا شان لوړ فولټاس توپ هم نو بال حسابېږي.

د کرکټ په نړۍ کې مختلف توپ اچوونکي شته؛ چې فسټ یا چټک بالران، میډیم یا منځني بالران، سلو یا سپېن بالران، چې دا ډول بالران بیا ځان کې مختلف ډولونه لري او په کتګوریو وېشل شوي دي.

لومړۍ توپ اچونه:

په ۱۷۶۰ او ۱۷۷۰ کلونوکې توپ اچونه وشوه، چې توپ به ترسرکېده په پېچ یا ویشتن ځای به ترسره کېده او دې چارې بالرانو ته د بالېنګ وسله په لاس ورکړه، چې خپل دغه هنر په کار واچوي او بیا یې د توپ وهونکي پر وړاندې د هغوی د سوځولو لپاره وکاروي.

نوبال

توپ وهنه به پخوا په سیده تخته باندې کېده، د اوس پر څېر قات او عصري بېټونه نه وو، وروسته بیا د دې لپاره عصري بېټونه جوړ شول، چې دا چاره هم په ۱۹۷۰ م کلونو کې وشوه.

د بېټ اوږدوالی شا او خوا نیم متر و او سور یا پلنوالی به یې شا او خوا څلور اېنچه و.

په ۱۷۸۰ م کلونوکې د فرسټ کلاس لوبو وخت درې ورځې و.

له دې وروسته په ۱۸ مه پېړۍ کې شا او خوا ۱۵۰ لوبې ترسره شوې وې، د ټېکنالوژۍ د نه شتون له امله په پاڼو یا ورقو یعنې په کاغذ لیکل شوې وې.

په ۱۹ مه پېړۍ کې د کرکټ په برخه کې لږ تغیرات راغلل او لږ عصریتوب ته کار وشو، وایډ یا پراخه بال رامنځته شو، پېډونه چې له کارک لرګي څخه جوړ و وکارول شول.

په ۱۸۷۰ م کال کې بونډریانې یا د ډګر پولې جوړې شوې، له دې وړاندې داسې وو، چې توپ به کله د ننداره کوونکو خواته ولاړ بیا به څلوریزه او شپږیزه ورکول کېده.

د ۱۹ مې پېړۍ په سر کې لومړنی سړی چې اصولي توپ یې ترسره کړه او وار نه و، هغه جان وایلز و، هغه د لومړي ځل لپاره د لاس په تاوولو سره توپ ترسره کړ؛ نوموړي خپلې خور کرېسټېنا سره لوبه کوله چې دا توپ یې ترسره کړ، دا سړی انګلستانی و.

همدغه توپ چې اوس یې بالران ترسره کوي، په ۱۹ مه پېړۍ کې وایلز له خوا ترسره شو، بیا وروسته همدغه توپ اچونه ډېر ژر وغوړېده او د نړۍ په کچه مشهوره شوه.

که څه دا توپ اچونه په ۱۹ مه پېړۍ کې ډېره مشهوره شوه، خو د مېرېلېبن کرکټ کلب له خوا نه وه تاید شوې، خو د ۱۸۳۵ م کال په اوږدوکې مېرېلېبن کرکټ کلب له خوا تاید شوه.

د عصري توپ اچونې ورځې

په ۱۹۸۱ م کال کې د لومړي ځل لپاره اسټرالیایي بالر ټرېوُر چپېل له قانوني توپ اچونې څخه کار واخېست، هغه وویل چې د لاس په تاوولو سره په توپ اچونه کې د بالر مهارت معلومېږي او دا د توپ اچونې قانوني بڼه هم کېدای شي.

د لومړي ځل لپاره شپږیزه د نیوزیلېنډ توپ وهونکي بریئن مک چیني ووهله؛ هغه مهال بېټونه د شپږیزو لپاره جوړ نه وو؛ خو دغه توپ وهونکي دغه شپږیزه ووهله.

سرچینه : یاران ډاډم کام