د بالیووډ د ښکلې ستورې راني مکرجي پلار رام مکرجي د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کالو په عمر ومړ.
نوموړی د یکشنبې په ورځ سهار ساه ورکړه او د تدفین مراسم يې د یکشنبې ماښام ترسره شوه.
د نوموړي میرمن د هغه د مرګ خبر رسنیو ته تائید کړی.
رام مکرجي فلم جوړونکی او لیکونکی و. هغه د خپل لور راني مکرجی لومړی فلم (بیار فول) هم په ۱۹۹۶ کې ډاریکټ کړی و.
هغه یوه لور راني مکرجي او یو زوی لري.
د هغه د جنازي مراسمو ته د عامر خان او انیل کپور په ګډون ګڼ سینمايي ستوري ورغلي وه او د هغه د کورنۍ سره يې په غم شریک کړ.