د بالیوډ یواځینی ترکي اداکاره پېژنئ؟

د هندوستان په سینما بالیوډ کې یواځینۍ ترکي اداکاره سوها ګېزن د خپل دویم فلم د ډکولو لپاره تیاری نیسي. دا فلم چې «   Pratichhaya» نومیږي د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې بازار ته وړاندې شي. ټاکل شوې ده چې په دې فلم کې به د لومړي ځل لپاره د هندي سندرو ترڅنګ ترکي سندرې هم وویل شي.

ګېږن د انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د بالیوډ د سینما سره د کوچنیوالي مینه لري. د سوها ګېزن لومړنی فلم « Shorgul» نومېده چې په ۲۰۱۵م کال کې بازار ته وړاندې شو. دا فلم که څه هم سیاسي دی خو په کې د مینې یوه کیسه هم شته دی چې هندوانو او مسلمانانو ترمېنځ جګړه په کې تمثیل شوې ده.

۲۹ کلنه سوها ګېزن وايي چې له هندي کلتور سره د بې سارې مینې په پایله کې یې لومړی هندي ژبه زده کړه او بیا یې د بالیوډ سینما ته لار وموندله. نوموړې وایي چې په بالیوډ کې د انګلستان، امریکا، روسیې او نورو هېوادونو اداکارانې شته دی خو دی لومړنۍ ترکۍ ده چې دې سینما ته یې لار پیدا کړې ده.