د هېواد مرکزي ولایت بامیانو ژمنی سیاحتي نندارتون د بزکشۍ په لوبه پرانېستل شو.
د ژمي په موسم کې بامیان د سکي، سکېټ، وزلوبې، کورلېنګ او ځېنو نورو سیالیو کوربه وي، چې د هېواد له مختلفو سیمو ورته لوبغاړي او سیاحت کوونکي راځي.
د جمعې په ورځ د بامیانو تاریخي ولایت کې ژمنی سیاحتي نندارتون د بزکشۍ په لوبه پرانېستل شو.
هر کال ژمي موسم کې بامیان ولایت د یو شمېر لوبو کوربه وي، سږ کال بامیان ولایت کې لوبې د جمعې په ورځ پیل شوې، چې لومړۍ لوبه پکې د وزلوبې ترسره شوه او زیات شمېر کې خلکو یې ننداره هم وکړه.
د بزکشۍ لوبه د جمعې په ورځ د پروان او بامیان ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوه.
د بامیان ولایت د ورزش امر سید اسحاق هاشمي ویلي، چې دا یوه دوستانه لوبه وه او د ننداره کوونکو له تود هرکلي سره مخ شوه.
د دې لوبو سربېره په بامیان ولایت کې اوس د کورلېنګ او سکي لوبې هم روانې دي.
د یکشنبې په ورځ د بامیانو ولایت کورلېنګ سیالیو ځېنو لوبغاړو د اسانتیاوو له نشتون شکایت کړی او له مسئولینو یې د پراخو سیالیو او امکاناتو برابرولو غوښتنه کړې ده.
درانی