د (باهوبلي) فلم اداکار کوژدن وکړه

د هندي سينما بريالي فلم (باهوبلي) اداکار رانو دګوبتي د کورونا ويروس له امله لګېدلي ګرځبندېز کې له خپلې ملګرې مهيکا بجاج سره کوژدن وکړه.

٣٥ کلن اداکار په ټولنيزو رسنيو يو انځور خپور کړى دى او له خپلو مينه والو سره يې د خپلې کوژدنې خبر هم شريک کړى دى.

د ټايمز اف انډيا د راپور په وېنا، رانا دګوبتي په روانه مياشت کې په ټولنيزو رسنيو کې د مهيجا بجاج په اړه خپلو مينه والو ته معلومات ورکړي و.

له دې مخکې هغه د مهيکا بجاج سره د خپلې اړيکې په اړه غلى و او يوازې يې خپله ملګرې معرفي کړې وه.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د ګرځبندېز له امله د کوژدن دغه پروګرام کې يوازې د دوى کورنيو او نږدې ملګرو ګډون وکړ.

مهيکا بجاج د هند د يوې شتمنې کورنۍ نجلۍ ده او په خپله د يو شرکت خاونده هم ده.

د ټايمز اف انډيا سره د رانا دګوبتي پلار او نامتو فلم جوړونکي سرېش بابو په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ د مهيکا له کورنۍ سره نږدې ورځو کې ليدلي و او له کوژدن وروسته مو خيال دى چې واده هم ژر وشي.

د يادولو ده چې رانا دګوبتي د هند په يو بريالي فلم (باهوبلي) کې د بدمعاش رول لوبولى و. هغه په فلم کې د راجا بلالويو رول ترسره کړى و چې خلکو ډېر خوښ کړى و. همدا راز نوموړي په يه جوانى هى ديواني، هاوس فل ٤، بى بي او نورو فلمونو کې هم کار کړى دى.

کاپي….