د باهو بلي فلم اداکار پراباس ٤١ کلن شو، د هغه د ژوند او فلمونو په اړه دلته ولولئ

د هندي سينما تر ټولو کامياب فلم چې زياتې پېسې يې وګټلې (باهو بلي) و، د باهو بلي فلم مرکزي اداکار پراباس نن ٤١ کلن شو، هغه په ١٩٧٩ کال کې د اکتوبر په ٢٣مه نېټه د هند په مدراس کې زېږېدلى.

د پراباس پوره نوم (اوپالاپاټي وينکاټا سوريا نارايانا پراباس راجو) دى، د هغه فلم پلار د فلمونو جوړونکى و، چې په تيلګو سينما کې يې ډېر نوم درلود.

په حېدراباد کې د پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته پراباس په ٢٠٠٢ کال کې په فلمونو کې کار پيل کړ، د هغه لومړى فلم د (ايسور) په نوم و.

نوموړي لومړى يوازې په تيلګو فلمونو کې کار کاوه او په تيلګو فلمونو کې هغه ډېر ستر نوم پېدا کړ، چې د فلم جوړونکو د خوښې اداکار وګرځېده.

په ٢٠١٤ کال کې نوموړي په لومړي ځل په هندي فلم (اېکشن جېکسن) کې په يوه صحنه کې راڅرګند شو، همدا راز په ٢٠١٩ کال کې يې هغه په هندي فلم (ساهو) کې مرکزي کردار ترسره کړ، خو دا فلم يې ډېر کاميابه نه شو.

په ٢٠١٥ کال کې د هغه فلم (باهو بلي: دي بيګينينګ) نندارې ته وړاندې شو، دا فلم چې په تيلګو او تامل کې جوړ شوى و، د هندي په ګډون ډېرو ژبو ته دوبله شوى و او د هند څلورم فلم و چې ډېرې پېسې يې وګټلې، ورپسې د همدې فلم بله برخه په ٢٠١٧ کال کې (باهو بلي: دي کنکلوژن) نندارې ته وړاندې شو، چې دا د هندي سينما تر ټولو زيات پېسې ګټونکى فلم هم و. دې فلم په هند کې له ١٠٠٠ کروړو څخه زياتې روپۍ وګټلې.

همدا راز د هغه فلم (ساهو) بيا په درې ژبو، هندي، تامل او تيلګو کې جوړ شوى و، چې په درې واړو ژبو کې نندارې ته وړاندې شوى و.

 

د پراباس راروان فلم د (رادهى شيام) په نوم دى، چې په دې فلم کې له هغه سره پوجا هيګړى کار کوي او دا فلم په هندي او تيلګو ژبو کې جوړېږي او ښايي ځينو نورو ژبو ته هم دوبله شي، دا فلم به په ٢٠٢١ کال کې نندارې ته وړاندې شي.

نوموړى همدا راز په يو بل فلم (اديپورش) کې هم کار کوي، چې په دې فلم کې د پراباس پر وړاندې سېف علي خان هم په منفي کردار کې لوبېږي. ويل کېږي چې دا فلم به هم په څو ژبو کې جوړ شي.

پراباس د بېلا بېلو فلمونو لپاره ٦ سترې جايزې هم ګټلې دي او ١٣ ځلې بېلا بېلو جايزو ته نوماند شوى هم دى.

کاپي هنرستان…