د بخت زاده دانش خوږه شاعري او یو ځانګړی انداز

د بخت زاده دانش خوږه شاعري او یو ځانګړی انداز

زه به نه لیونۍ کېږم؟!

 

ټوله ورځ د کور کارونه

پوهنتون او سخت درسونه

ورور که لوبو نه وزګار شي

لا تیری کوي امرونه

لور پردۍ، زوی وارث بولي

پښتانه او رواجونه

وايي لور ده او که خور ده

یا د کور ده یا د ګور ده

بس کمزورې خوارکۍ ده

ځکه دا یوه جینۍ ده

دغه غم دی چې ځورېږم

زه به نه لیونۍ کېږم؟!

 

زه به نه لیونۍ کېږم

چې له کوره بهر کېږم

په هر ګام باندې وېرېږم

د ښار ډېر سړي لېوان شي

ان سپین ږیري هلکان شي

او واټونه ښاماران شي

زه هوسۍ غوندې ترهېږم

له نارو نه یې ځورېږم

سترګې سترګې راپسې وي

زه ترې خپل ځان کې پټېږم

د ټول ښار نظر پر ما وي

چې په دې لارو تېرېږم

زه به نه لېونۍ کېږم

 

زه به نه لیونۍ کېږم

چې له کور څخه بهر شم

ماشومانو ته نظر شم

سهار وخته په یخنۍ کې

دوی خشاک ټولي بوجۍ کې

نه کتاب او نه قلم وي

د ډوډۍ ورسره غم وي

زه له ځان څخه دا سوال کړم

مسول څوک دی، دا څه کیږي

دا خوران ولې ځوریږي

د معصومو ګناه څه ده

دا په کوم جرم کړیږي؟

دا پوښتنې وي او زه یم

چې ماښام کور ته ستنېږم

زه به نه لیونۍ کېږم …؟