د بخښنې سازمان وايي، د موصل په جګړه کې له قانونه سرغړاوی شوی

د بخښنې د نړیوال سازمان دې لندن مېشتې ډلې د تیره ورځ په یو راپور کې همدارنګه د داعش وسله‌واله ډله هم له ملکي خلکو د ډال په توګه د کار اخیستو له کبله د بشري حقونو څرګنده سرغړونکې بللې ده.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د دوشنبې په ورځ د موصل ښار کې بریا اعلان کړه.

دا ښار د تېرو درېیو کلونو راهیسې د داعش د وسله‌والې ډلې په ولکه کې و.

د تېر اکټوبر په میاشت کې عراقي ځواکونو، کُردي پېشمرګه ملېشو او شیعه ملېشو د شااوخوا سل زرو سرتېرو د یو ائتلاف پر مټ د موصل د بېرته نیولو عملیات پیل کړل.

له دوی سره د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په هوايي بمبارۍ ملتیا کوله.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، عراقي ځواکونو او ائتلافي ملګرو یې د جنوري له میاشتې راهیسې د موصل په لوېدیځ کې یو لړ غیر قانوني بریدونه کړي.

په عراق کې لوړپوړي امریکايي جنرال سټیفن ټاونسېنډ “Stephen Townsend” هغه ادعاوې چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف دې خپلو هوايي بریدونو کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې وي په کلکه رد کړې دي.