د بخښنې نړیوال سازمان وایي ۲۰۱۹ م کال افغان ماشومانو ته خونړی و

د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنېسټي انټرنېشنل د ماشومانو د اغېزمنېدو او مرګ ژوبلې په تړاو راپور خپور کړی، په دغه راپور کې راغلی چې ۲۰۱۹ م کال د افغان ماشومانو لپاره تر نورو زیات خونړی و.

د سازمان راپور لیکي د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲ زره او ۴ سوه افغان ماشومان ټپي او وژل شوي دي.

په ۲۰۱۹ م کال کې ۲ زره ۵۶۳ ملکي کسان وژل شوي، چې عاملین یې په ډېر شمېرکې وسله وال طالبان او داعش وسله وال یاد شوي دي.

سربېره پر دې کم شمېر کې ملکي وګړي بیا د افغان امنیتي او امریکایي ځواکونو په جګړه یزو بریدونوکې وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په تېر مېلادي کال کې افغانستان کې ۵ زره ۶۷۶ ملکي کسان د جګړو له امله ټپیان شوي هم دي.

درانی