د بدخشان ناورین او مثبت پیغام یې!

لیکنه: ارشاد رغاند

په بدخشان کې د غره ښوییدنې دردونکې پېښه او ماتم که له یوه اړخه له خورا درده ډک پیغام و،له بله اړخه یې ځینې مثبت پیغامونه هم لرل.

د دې پیغامونو ترټولو مهم یې د افغانستان له اوسنیو حساسو شرایطو سره د ادعا کیدونکي بحران د تړاو مسله ده،چې له ښه مرغه د دې ناورین په تاثرد خورا پراخو ملي خواخوږیو له ښودلو سره دغه پوچې ادعاوې غلطې ثابتې شوې.

ټاکنې او د بحران ادعاوې

یوشمېرسیاسي کړۍ چې سابقه یې ترډېره حده جنګي ده،دویم پړاو ته د ولسمشریزو ټاکنو له ورنیږدې کیدو سره داسې اوازې خپروي،چې له ایتلافي او موقت حکومت جوړیدو پرته افغانستان ښه حل لاره نه لري.

دوی بیا بیا دا وړاندیزکوي،چې باید دویم پړاو ټاکنې ترسره نه شي،ځکه په خبره یې مسله قومي کیږي،اکثریت خلک د قومي قضاوت پربنسټ یوه ولسمشریز نوماند ته رایه ورکوي او د بل نوماند اړوند پلویان او هغه قوم چې دی ورپورې منسوب دی،د دویم پړاو ټاکنو په ترڅ کې د جوړیدونکي حکومت مخالفت اوحتی بغاوت کوي.

دا خبرې له ټیټو سطحو څخه نیولې ترلوړو پورې د شرغوښتونکو کړیو لخوا مطرح کیږي،چې طبعاً به زموږ د کم لوستو او کم درکو خلکو پرافکارو غلطې اغېزې پرې باسي.

د بدخشان ناورین

په بدخشان کې د غره ښوییدنې طبیعي پېښه او پکې د سلګونه تنو شهادت ممکن د افغانستان د طبیعي پېښو په تاریخ کې یو کم ساری او له ډېره درده ډک ناورین وي.

دې ناورین له بدو اغېزو او ژورو دردونو سره په خوا کې یوه مثبته او خورا مهمه اغېزه دا لرله،چې د افغانستان د بحراني کیدو او قومي ناندریو د رامنځته کیدو په اړه یې د خیالي مبلغینو ارمانونه او ادعاوې په اوبو لاهو کړي.

هغه داسې چې د هېواد له هرې څنډې څخه په لسګونو رضاکارو او خیریه بنسټونو د دغه ناورین له ځپل شویو او زیانمنو سره د مرستو راټولونې په هدف پراخ کمپاینونه پیل کړل.

د دغو کمپاینونو په کامیابولو او موثریت کې ولیدل شوه،چې ولس له هرډول قومي،ژبني،سمتي او بل کمزوري او ناچلښت معیارپه نظرکې نیولو سره د خپل پیاوړي ملي او انساني احساس مطابق د بدخشان د ناورین ځپلو لپاره ترخپله وسه پورې مرستې وکړې.

د ولس دا کارنامه په ځینو نورو ورته دغسې مهمو کارنامو پسې یې یوه بله د نه هېریدو وړ مهمه کارنامه ده،چې د افغانستان د یووالي او قوت دښمنانو ته به یې خامخا ډېر درد رسیدلی وي.

له دغه پیغام سره ترخوشالۍ پورې اوس زموږ محدود پاتې کیدل نه دي په کار،د دې اړتیا اوس جدي ښکاري چې د دغسې نورو احتمالي پېښو د رامنځته کیدو لپاره مخکې ترمخکې مرستندوی تدابیر په ولسي او داوطلبانه کچه هم رامنځته او کار ورته وشي.

د نړۍ د نورو وروسته پاتې او ځپل شویو ملتونو تجربه همدا را ښيي،چې له دغسې فرصتونو څخه ملتونو د ځان یو کولو،پیاوړي ثبات اومشترکو ارزښتونو او مسولیتونو ته د جدي تعهد لپاره لویې استفادې کړي دي.

موږ هم مسول یوو،چې د بدخشان پېښه نن پریوه سبا پرځان وګڼوو او په قوي عزم سره د یو کیدو زیاتو نورو اړتیاوو ته په کتو سره مو سره یو لاس او د قومي،ژبني او سمتي مرضونو د ورکولو په برخه کې عملي هڅې ګړندۍ کړو.