د بدعلمه پلار او صالح بچي !!

کیسه

استاد :لاس ونیسه!

شاګرد: نه یې نیسم!

ښوونکی غوسه شوه لښته یې تاو کړه او ویې ویل:بې ادبه زه درته وایم لاس ونیسه!!

ماشوم: ایا ته غواړې ما ووهې؟

ښونکی: هو! ماشوم: نه ته ما نشې وهلای!

که مې وهلای شې راشه ومې وهه!

ښوونکی نور هم غوسه شو هلک یې تر لاس ونیو او ادارې ته یې وروست، د ښوونځۍ مدیر ته یې شکایت وکړ’

مدیر له ماشوم څخه وپوښتل: بچیه ولې بې ادبي کوي او ښوونکي ته لاس نه نیسې؟

ماشوم: مدیر صیب ما ښونکی نشي وهلای، ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي :

چي څوک دسهار لمونځ په #جماعت سره ادا کړې، هغه ته ټوله ورځ څوک ضرر نشي رسولای…او ما ټول کال د #سهار جماعت نه دی قضا کړی…

مدیر او ښونکی له مینې ماشوم پر ټنډه ښکل کړ او دده ښې تربیې او اسلامي روزنې ته حیران شول…

له ماشوم نه یې دکور پوښتنه وکړه… مدیر او ښوونکي غوښتل چي دماشوم له پلار سره وویني او د ماشوم دښې روزنې په ویاړ هغه ته د ښوونځۍ له خوا بلنه ورکړې…

له رخصتي وروسته مدیر له څو ښوونکو سره د ماشوم دکور پر لور روان شول دکور دروازې ته دماشوم پلار راووت چي له شکله څخه ډیر بې دینه او فاسق ښکاریدی، دماشوم پلار په بې اعتنایي سره راغلو میلمنو ته په خماري اواز وویل:

وروڼو دڅه دپاره راغلي یاست ایا زما زوی څه تاوان در رسولی؟

مدیر ورته وویل: وروره موږ راغلي یو ستا د زوی د ښې تربیې په خاطر تاسو والدینو ته مبارکي درکړو، ستاسو زوی ډیر صالح او دینداره ماشوم ده موږ غواړو په دې اړه له تاسو څخه هم یو څه واورو!

دماشوم پلار حیران شو او کورته یې بوتلل…

مدیر ورته په ښوونځي کي دده دزوی حیرانونکي کیسه ورته تیره کړه…

پلار یې له شرمه په خولو لوند شو او په ریږدیدلي اواز یې وویل: شاید زوی مي دا نه وي درته ویلي چي پلار یې په کلونو کلونو #مسجد نه ده لیدلی او… پلار یې ښه شیبه د پښیمانۍ اوښکې توی کړې او بیا یې زیاته کړه:

زه څه خبر وم چي په کور کي مې پریښتې اوسیږي… زما دزوی په ښه روزنه کي زما هیڅ رول نشته، دا هرڅه رما د صالحې میرمنې برکت ده، او دهغې دپرلپسې زیار نتیجه ده چي نن زه دخپل ماشوم زوی د ایمان دمعجزې په برکت له خپلو ګناهونو توبه باسم او ټول لمونځونه به په جماعت سره ادا کوم ان شاءالله.

کاپي