د بدلون لپاره همدا نن هڅه وکړئ

په دې باید پوه شئ چې هېڅ شی هم په خپله بدلون نه کوي تر څو چې تاسو یې ونه غواړی. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولای ستاسو په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو د درلودو غوښتونکي وی او د زړه له تله ونه غواړی چې تر لاسه یې کړی او خپل بخت پلمه کوی چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅکله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شی رسېدای. تاسو باید خپلو هیلو ته وزرونه ورکړی او تل داسې فکر وکړی چې هر څه ممکن او کېدونکي دي. کله مو چې پر خپل ځان باور پیدا کړ او دا مو احساس کړه چې هر څه ممکن دي، خپله به د یوه نوي کار او کړنې په لټه کې شی، که ته فکر کوې چې که زه په یوه مالداره کورنۍ او یا یوه بډای هېواد کې دنیا ته راغلی وای نو اوس به د ښه ژوند خاوند وای، نو اشتباه کوې؛ راځه دا هر څه دې له ذهنه وباسه. که غواړې خپل پاتې ژوند جوړ کړې او ښه یې تېر کړې، همدا اوس پرېکړه وکړه. په ژوند کې مثبت بدلون دومره هم سخت نه دی لکه ته یې چې فکرکوې. کولای شې د ښه ژوند جوړولو لپاره واړه ګامونه پورته کړې؛ ځکه ډېر واړه ګامونه هم کولای شي تا خپلو سترو موخو ته ورسوي.

کاپي مسیرورځپاڼه ………..