د بدن ډير پاک ساتل صحت ته زیان رسوي.

ژباړه: رضاشاه یوسفزی

د امریکا په کلفرونیا ایالت کې څيړونکو له یوې څیړنې وروسته په پکوالي کې د افراط کولو په اړه اندیښنه ښودلې.

امریکاي څیړوونکو اټکل کړي، چې زیات لامبل او هر وخت صابون سره د پښو او لاسونو ډير وینځل پوستکې ته زیان رسوي.

څیړونکي وايي: د انسان په پوستکي کې د صحت او روغتیا لپاره ګټورې بکتریاوي موجودې دي، چې دا بکتریاوې د ناروغۍ د لمنځه وړلو او یا د زخم د ډکولو په برخه کې مهم رول لري، خو دا ګټورې باکتریاوې بیا د لامبلو او ځان وینځلو سره له منځه ځي.

طبعي لارښونکي وايي: د انسان په وجود کې د (۱۰۰) ملیارده څخه زیاتې بکتریاوې موجودې دي، چې ټولې یې د انسان د بدن لپاره ګواښوونکي نه دي، او له اړتیا پرته اوبه  او صابون د انسان په بدن کې دغه غیر ضرري بکتریاوې لمنځه وړي.