د بدو عاداتو ناوړه ټولنیز زیانونه

عادات د انسان یو فردي ځانګړنه ده چې د یو عمل مسلسل تکرار څخه را منځته کیږي، او بلاخره د شخصیت برخه ګرځي. لکه څرنګه چې شخصیت د فرد د ټولو خصوصیاتو (رواني، جسمي، عاطفي، هیجاني، سلوکي او نورو) مجموعه ده، او عادتونه د انسان د شخصیت ښکارندويي کوي. کله چې موږ په ټولنه کې له نورو خلکو سره مخ کیږو د خپلو ځانګړنو له مخې چې د شخصیت برخه ده قضاوت کیږو یا معیارونه راته ټاکل کېږي او با ارزښته یا بې ارزښته ګڼل کیږو. په هره ټولنه کې د انسانانو د ارزولو لپاره معیارونه شتون لري، په ځينو ټولنو کې د انساني عاداتو د غوره ګڼلو لپاره یو معیار په ځينو کې بیا بل معیار ټاکل کیږي،  ممکنه ده چې یو عادت په یوه ټولنه کې غوره وګڼل شي اما همدغه عادت بیا په ځینو نورو ټولنو کې ناوړه او بده کړنه یا عادت وګڼل شي.

مثال: په افغانستان کې په پارکونو او تفریګاه کې سګرټ څښل یو عادي کړنه او عادت دی، په داسې حال کې چې همدا کړنه بیا په اروپايي او امریکايي ټولنو کې یوه ناوړه کړنه او بد عادت دې چې د فرد په ټولنیز شخصیت بدې اغېرې لري. یا د کابل پوهنتون ته پرته له دریشي په کالیو، څادر، واسکټ یا پکول سره تلل د یو محصل یا استاد په شخصیت بدې اغېزې لري په داسې حال  کې چې په یو شمېر ولایتونو لکه کندهار، هلمند، خوست او لغمان کې بیا دا کړنه یو عادي چاره ده. نو په کوم  ډول چې انسانان په بدو کړنو او اعمالو عادت کیږي په هماغه ډول په ښو کړنو هم عادت کیدای شي.

عادت هغه فکر، غوښتنه، احساس او چلند دی چې د یوې نوې ذهني تجربې د تکرار له لارې منځته راځي. یا هر هغه  شی چې په دوامداره ډول یې تکرار کړو او ژر یا وروسته زموږ په سلوک کې ریښې وغځوي او زموږ په کړنو کې په تکراري ډول ځای ونیسي عادت بلل کېږي. چرلیز ډاهیک په خپل کتاب د عادت ځواک کې لیکي: کله چې موږ کوم فعالیت ترسره کوو هغه تر پای ته رسیدو وروسته زموږ مغز هغه څېړي او تکراروي يې څو دغه فعالیت په خود کاره او اتوماتیکه توګه ترسره شي او په دویم ځل تکرار یې کمه انرژي مصرف شي.

په عمومي توګه که چیرې عادت نه وي نو ژوند به په سختۍ سره تیریږي او په ژوند کې به خوند او لذت نه وي. عادتونه د ژوند له چارو زده  کیږي او د وخت په تیریدو سره په شخص کې د چلند او شخصیت برخه ګرځي. ارواپوهان وايي: څومره چې زاړه عادتونه په سختۍ سره له منځه ځي په هماغه اندازه  نوې عادتونه په سختۍ سره خپلیږي. د مثال په توګه: هغه کس چې ټول عمر يې ریښتیا وېلې وي په لومړي ځل دروغ ویلو کې بندیږي، مګر هغه کس چې ټول عمر يې په دروغو کې تیر شی نو په ریښتیا کې يې ژبه نه چلیږي.

عادتونه په ټوله کې په دوه ډوله دي چې یو ډول یې فردي عادتونه او بل ډول يې ټولنیز عادات دي، چې عموماً له دوه اړخونو څېړل کیږي منفي او مثبت. د مناسب او خوشحاله شخصیت د جوړولو لپاره باید موږ ښه او مثبت عادتونه خپل کړو. یو عالم وايی چې ښه عادتونه په سختۍ سره خپلیږي خو ژوند ورسره اسانه او ساده وي په داسې حال کې چې بد عادتونه په اسانۍ سره خپلیږي خو ژوند ورسره سخت او ستونزمن وي. عادتونه د غفلت یا انتخاب له کبله پراختیا مومي سره  له دې چې بد عادت د خپلو پریکړو له مخې نه دې خپل شوي خو د غفلت له کبله مو په عادت خپل کړي دي.

وايي یوه ورځ افلاطون یو هلک  وراټه چې ولې په ناوړه  لوبو بوخت يې؟ هلک په ځواب کې ورته وايي چې ته ما په یوه بې ارزښته موضوع رټې چې هیڅ دومره مهمه نه ده! افلاطون ورته وویل چې همداسې ده ګرانه؛ خو عادت یو کوچنی او بې ارزښته  څېز نه دی، عادت د یو سیند په څېر دی چې د یوه لار د بهیدو له امله يې د ځان لپاره لاره پیدا کړې ده. یا د یو کاغذ د پاڼې په څېر دی چې په لومړي ځل څیرې کیدو سره په سختۍ څيرې کیږي خو بیا ځلې په ډېرې اسانۍ سره څيرې کیږي. ښه چلند، ښه کارونه او ښه شخصیت درلودل زموږ په انتخاب او ټاکنې پورې اړه لري. که تاسې د هغه اشخاصو چې ستاسو په باور بریالي انسانان دي ژوند مطالعه کړئ نو جوته به شي چې ټول عمر يې په هر ډول شرایطو کې کارونه په سمه توګه ترسره کړي دي. د ستونزو پر وړاندې شجاعت، د درد په مهال د خوښۍ انتخاب، د ناهیلې پر وړاندې د شخصیت څرګندول او له موانعو نه د فرصت جوړولو وړتیا هغه څه دي چې د زده کړې وړ دي او همدا زده کړې دي چې زموږ په عادت او شخصیت بدلیږي.

فردي بد عادتونه: له  فردي عادت څخه موخه هغه عادات دي چې انسانان په فردي ژوند کې پرې مکلف شوي یا منع شوي دي.

۱ دروغ ویل
۲ لټي ټمبلي
۳ ډېرې خبرې کول
۴ وعده خلافي
۵ د سهار چای نه څښل
۶ په نورماله اندازه خوب نه کول
۷ د ناروغۍ پر مهال کار کول
۸ دماغ ته فعالیت او تمرین نه ورکول
۹ سګرټ، شراب، تریاک او نور نشه يي توکي کارول
۱۰ له نورو سره ځان پرتله کول

د بدو فردي عادتونو زیانونه:
۱ د زیات شمېر شیطاني چارو او ګناهونو سبب کیږي
۲ د انسان حیثیت ته سخته صدمه رسوي
۳ انسان ذلیلوي او شرمنده کوي
۴ په ټولنه کې باور له لاسه ورکوي
۵ له مشرانو سره اختلاف او جنجالونه
۶ د کمترې او ځان سپک ګڼلو احساس کوي
۸ پریشاني
۹ خجالت او پیښماني
۱۰ د فردي او ټولنیز مسوولیت څخه تېښته کوي
۱۱ دغه ډول ځوانان تل په نورو تکیه کوي
۱۲ د هوسا ژوند څخه محروم وي
۱۳ د پرمختګ څخه بې برخې وي

د  بدو عادتونو د مخنیوي لارې چارې:
۱ له اسلامي عقایدو پوهه لرل
۲ د خپلو بدو عادتونو د بدلون لپاره پوره هوډ او اراده کول
۳ خپل بد عادتونه او ښه عادتونه مو پر کاغذ ولیکئ
۴ له خپلو نږدې ملګرو او متخصص افرادو څخه مرسته وغواړئ
۵ د خوښ او بریالیو افرادو د ژوند تګلاره مطالعه کړئ
۶ نننۍ ورځ له خاطرو څخه په یوه ډکه ورځ بدله کړئ
۷ هره شپه له ځانه سره حسابي وکړئ او په پاک زړه ویده شئ
۸ کله چې تیروتنه کوئ هڅه وکړئ ځان وبښئ
۹ زړه ور واوسئ خو ظالم نه.