چهارشنبه , 15 مې 2024

د برازیل هېواد په یوه زندان کې ۵۷ کسان وژل شوي دي

د برازیل په یوه زندان کې د قاچاقبرانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې له امله ۵۷ کسان وژل شوي.

ددې چګړې یوه ویډیو خپره شوې چې په ویډو کې د ۱۶کسان سرونه غوڅ شوي دي او په بد وضعیت کې د زندان د دروازې مخې ته پراته دي.

د برازیل حکومتي رسنۍ وایي، دا برید د قاچاقبرانو یوې ډلې د خپلې رقیبې ډلې پر بندیانو باندې کړی دی، چې له امله یې ۵۷ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپیان دي.

برازیل د ۷۲ زره بندیانو په لرلو سره د نړۍ درېیم هېواد دی، چې تر ټولو ډېر زندانیان لري.