د بريالي مدير صفات

 

  1. امانت:

دا د هركار د برياليتوب شرط دى مګر په مشري كې يې شتون ډېر اړين دى، ځكه چې د هغه په لاس كې د موسسې او كار كوونكو حقوق دي، كه چېرېگ امانتدار نه وي حقوق ضايع، كار او اداره له ناكامۍ سره مخامخ كيږي، د كار د كاميابۍ لپاره اخلاص شرط دى، مګر اخلاص به هلته وي چې امانت وجود و لري.

  1. علم او تجربه: د خپل كار په ډګر كې علمي تخصص او عملي تجربه د مدير دبر ياليتوب لپاره اړينه ده، بې علمه مدير يوازېگ له هغي عملي تجربي څخه استفاده كوي چې د كلونو كار په ترڅ كې يې لاس ته راوړي وي، له نوښت څخه بي برخي وي، په تقليد او پيښو مصروف وي .همدارنګه د بې تجربې مدير علمي پانګه نظري پاته كيږي او د اړتيا په وخت كې ترينه په عملي ډګرونو كې ګټه نه شي اخيستلاي.
  2. د عملي كولو ځواك:

څوك چې ځواك و نه لري د كار كوونكو نظم نه شي ساتلاى، بلكې هغوى ورڅخه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده كوي، او له چا سره چې د پريكړو د عملي كولو ځواك او واك نه وي، هغه د دفتر د ښكلا لپاره له ايښودل شوو توكو څخه بل څه ندي.

  1. له كار كوونكو او نورو خلكو سره چې له موسسې سره اړيكې لري په تواضع او خاكسارۍ چلند كول، مدير بايد له سختۍ پرته ځواكمن، او له كمزورۍ پرته خاكساره او متواضع وي ځكه پدې زړونه خپلولاى شي، او ټول ورسره د مرستې او تعاون كوښښ كوي .
  2. صبر او زغم:

دا دواړه صفات د هر چا لپاره چې پدې ژوند كې مخكښي غواړي شرط دي، بې له دېگ مشرې او مخكښې نا شونې ده.

  1. ريښتينوالى:

ځكه په درواغجن هيڅوك باور نه كوي، او د خلكو درناوى او مرسته له لاسه وركوي.

  1. مشوره كول:

ځكه استبدادي او ديكتاتور مشر كولاى شي چې خلك په بدني توګه په كار وګوماري مګر زړونه او اخلاص به ورسره نه وي، او ناسم اړخونه به يې زيات وي.

  1. د څرګنديدو په وخت كې خپله غلطي منل:

او له هغي څخه را ګرځيدل، عذر وړاندي كول، او ټينګار ورباندې نه كول.

  1. هوښياري، ځيركي، او فراست:

چې په اسانۍ سره يې څوك نشي تېر ايستلاى، كه څه هم ريښتينوالى يې د نورو تير ايستلو ته نه پرېږدي.

ليكوال : دكتور عوض القرنى

ژباړن :  دکتور شفيق الله امين