د بري لار

لیکوال: اورنګ صمیم

الله(ج) د خپل قدرت د اظهار او د انسانانو د ژوند، عبادت، کار، زيار، ګټې او منفعت لپاره لومړی ځمکه، اسمانونه، لمر، سپوږمۍ، ستوري او په ځمکه کې غرونه، ځنګلونه، بحرونه، سيندونه، کانونه او نور بې شمېره مادي او معنوي امکانات پيدا کړل، ترڅو انسانان له دې لارې د خپل ژوند معيشت برابر او د پرمختګ پړاوونه ووهي، انسانانو د ژوند بريالۍ تګلارې لپاره الهي لارښوونو ته اړتيا وه، رب العزت انبياء کرام راولېږل او هغوی ته يې د انسانانو د لارښوونې لپاره اسماني کتابونه او صحيفې ورکړې، چا چې دا لارښوونې ومنلې، بريالي شول، چا چې غاړه وغړوله ناکام شو.

قابيل د هابيل د قتل لام وتاړه، چې د قيامت تر ورځې به په ټولو ناروا قتلونو کې د هغې ونډه وي او عذاب به يې ګالي، نوح(ع) خپل قوم ته (۹۵۰) کاله بلنه ورکړه، له اويا زيات و کم کسانو پرته نورو پرې ايمان را نه وړ، رب العزت ورته د ځمکې پرمخ عذاب ورکړ او په اوبو کې يې غرق کړل، د هود او صالح(ع) قومونه عاديان او ثموديان يې د نافرمانۍ له امله په باد او رالېږلې فرښتې په کړيکه هلاک کړل، ابراهيم(ع) چې د يو الله(ج) عبادت  يې کاوه، په اور کې وساته او نمرود، چې د خدايي دعوه يې کړې وه، په ماشي هلاک کړ، حضرت موسی(ع)، چې د يو الله(ج) عبادت کاوه، کامياب او فرعون يې د خپل لښکر سره د نيل په رود کې غرق کړ، حضرت عيسی(ع) يو الله(ج) ته د خلکو په رابللو بريالی شو، خو قارون د خپلې پانګې سره لا تراوسه د تحت الثرا په لور روان دی.

خاتم النبين حضرت محمد مصطفی(ص) د جهالت د تورو تيارو پر خلاف د الهي معجز کلام قرآنکريم د لارښوونو په رڼا کې بلنه پېل کړه، چا چې هدايت ومانه کامياب شول او چا چې مخالفت وکړ د ابو جهل او ابي لهب په څېر تباه شول، وګنئ، چې د اوسنۍ زمانې د عاديانو، ثموديانو، نمروديانو، فرعونيانو او جاهلانو به هم يوه ورځ همدا برخليک وي، هغوی چې د الله(ج) څخه نه وېريږي، بې ګنا ه خلک وژني، د خلکو مالونه په خېټو کې اچوي، بيت المال لوټوي او د خلکو حياء او عزت ته په سپکه ګوري، خامخا به د الله(ج) د رنګارنګ عذابونو سره مخ کېږي. رب العزت فرمايي: ما انسانان او پېريان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي. راځئ! چې د يو الله(ج) عبادت وکړو، په الهي سپېڅلي کلام او نبوي مبارکو احاديثو هغه شان عمل وکړو، لکه څرنګه چې صحابه کرامو کړی وو، د خدای(ج) د مخلوق خدمت وکړو او د الهي احکاماتو او نبوي ارشاداتو په رڼا کې خپل انساني او اسلامي ژوند ته دوام ورکړو، ترڅو د دنيا او آخرت بری مو په برخه شي.