د برښنا د مزي له لارې د انټرنټي خدمتونو وړاندې کول

لیکنه: بریالی نایاب

نړۍ د ورځې په تیریدو سره پدې لټه کې ده ترڅو د انساني ژوندانه د ښوالي په موخه اساسي او ګټور ګامونه پورته کړي ډیر کلونه وړاندې نړیوال پدې وتوانیدل ترڅو د انټرنټ نوې نړۍ رامنځته او په نړۍ کې شته فاصلې له منځه یوسي په همدې پار یې انټرنټ رامنځته او د انسانانو د نښلولو په موخه د په ټوله نړۍ کې پکار واچول شو.

افغانستان د چې د نړۍ لدې بهیر څخه د تیرې دیرش کلنې جګړې په پایله کې پاتې لکه څنګه چې د ژوندانه په نورو برخو کې ونه وتوانید چې پرمختګ وکړي همدارنګه د انټرنټی خدمتونو څخه هم په وخت سره برخمن نشو زموږ هیوادوال د جګړو په تیارو کې همداسې پټې سترګې وساتل شول او د هر روا او ناروا جګړې لپاره وکارول شول، دوی له نړۍ او نړۍ لدوی څخه بی خبره پاتې شوه.

د امریکا په راتګ سره هرڅه بدلون وموند ځکه چې د نړیوالو راتلل افغانستان ته د دې لامل شو ترڅو یولړ پرمختګونه هم له ځان سره د خپلو ستونزو د هوارولو او له افغانانو سره د مرستې ترنامه لاندې کار وکړ چې په پایله کې د افغانانو ژوند هم یو ستر او نه هیریدونکي بدلون وموند چې دادئ نن موږ په ټول هیواد کې له ۷ څخه تر ۸ میلیونو پورې د ګرځنده ټلیفون (مبایل) او د ۲ څخه تر ۳ میلیونه پورې د انټرنټ ګډونوال لرو او دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې نن افغانان ډیرو امکاناتو ته لاس رسی لري.

د افغانستان برښنا شرکت پر داسې یوې طرحې کار کوي ترڅو د برښنا د مزو له لارې په ډیري اسانۍ سره د برښنا ټولو ګډونواولو ته د انټرنټ خدمتونه وړاندې کړي، باید یادونه وشي چې د برښنا شرکت دغه طرحه وړاندې له افغانستان څخه د نړۍ په یو شمیر پرمختللو هیوادونو کې پلې شوې ده نو اوس افغانستان برښنا شرکت هم مټې رانغاړلي ترڅو هیوادوالو ته د برښنا د چوپړ ترڅنګ د انټرنټ اسانتیا هم په اسانه او ارزانه توګه برابر کړي.

 

په اوس وختکې په افغانستان کې د ۸ په شاوخواکې مخابراتي کمپنۍ کار کوي او د هیوادوالو لپاره د تیلفون او انټرنټ خدمات وړاندې کوي، برښنا شرکت غواړي د دې شرکتونو ترڅنګ هیوادوالو د انټرنټ چټک او اسانه خدمتونه وړاندې کړي او د برښنا د شته مزو له لارې چې زموږ د هیوادوالو کورونه ته غځیدلي دي انټرنټي خرمتونه وړاندې کړي او د هیواد د پرمختګ په لور یوبل ستر ګام پورته کړي.

کیدای شي د دې انټرنټي سیستم یو ښه والی دا په ګوته کړو چې نور سیستمونه په بعضې حالاتو کې او یاهم پا ناامنه سیمو کې د شپې له خوا د مخالفینو د ګواښونو په پایله کې ګل کیدل او د ګډونوالو آړیکې به له نورو سره پرې کیدې دا سیسټم چې یو برښنایي سیسټم ده او نشې کیدای چې د مخالفینو د ګواښونو سره بند او یاهم ګل شي نو ویلای شو چې انټرنټ به ۲۴ ساعته د ګډونوالو په خدمت کې وي.

د افغانستان برښنا شرکت د خپلو کارکوونکو، ملي او نړیوالو همکارانو په مرسته د دې طرحې تدارکاتي برخې ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې دا ستره ملي پروژه د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره چمتو او پلې کړي ترڅو پدې کار سره د خصوصي سکتور لپاره په هیواد د ننه د کار زمینه برابره شی، برښنا شرکت به لدې پروژې څخه پرته لدې چې کوم لګښته پرې وکړي په کلنې آنډول زیات عاید ترلاسه کړي او دا پروژه به په یوستر عایداتي سرچینې بدله کړي، نه یوازې داچې برښنا خپل عواید لوړ کړي بلکې پدې سره د دولت په مالیې کې هم خورا زیاتوالی راشي.

دا چې په اوس وختکې په هیواد کې د کاري زمینو نشتوالي خلک اندیښمن کړي دا ستره ملي پروژه به د هیواد په کچه په ډیر شمیر مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړي او خلکوته به د دوی د ژوند د کچې په لوړیدو کې ډیره مرسته وکړي.

 

برښنا شرکت د دې پروژې د اصلي څښتن په توګه کولای شي پخپلو مرکزي او ولایتې دفترونو کې له چټک او وړیا انټرنټ څخه د خپلو چوپړتیاو د برابرولو په موخه ګټه پورته کړي، د هیواد هغه سیمې چې هلته د انترنټي خدمتونو رسول ناشوني بریښیدل به لدې وکولای شي اسانه او ارزانه انټرنټ ترلاسه کړي او خلک د خپلو ورځینو چارو د ښه والي لپاره ځینې ګټه پورته کړي.