د بریالي مدیر لپاره لس مهم ټکي

ژباړن : احمد جاوید صدیقي

لکه څنګه چې پوهېږﺉ، په هره اداره کې یو اداره چى هرم شتون لري چې د سازمان ټولې کړنې یې له مخې مدیریت کیږي، پرته له دې چې تاسې په دې هرم کې خپل موقعيت ته پام وکړى.

مهمه نه ده چې تاسې  د لوى مدير په توګه دنده اجرا کوى او یا هم د سازمان د کومې برخې مسولیت ستاسو  پر غاړه وي، تاسو باید خپل تر لاس لاندې کارکونکي په سمه توګه اداره کړﺉ چې خپلې موخې ته  لکه څنګه چې لازمه ده ورسېږﺉ.

په اداره کې د یوه ښه او پياوړي مدیر شتون کولی شي د کار چاپيريال په یوه ښه روزنتون بدل کړي او له دې لارې ښې او ګټورې تجربې ترلاسه کړي.

که چیرې مدیر بریالی او پیاوړی نه وي د کار سیمه به په دوزخ بدله شي چې په دې توګه به خپل ارزښتمن وخت خوشې تیر کړى.

بریالی، ښه او پیاوړي مدیر کولی شي خپلو کارکونکو ته  انګیزه ورکړي، چې ناکامې تجربې په راتلونکي کې تکرار نکړي او اداري کارونه د ټولو کارکونکو په سلا  مخ ته یوسې او په اداره کې سمه کاري فضا رامنځ ته کړي چې وکولی شي سازمان د بریالیتوب خواته بوځي.

دغه لس ټکي  له تاسو سره مرسته کوي چې ښه ،پیاوړی او بریالی مدیر و اوسﺉ.

١–خپل کارکونکي ښه وپیژنﺉ

که غواړﺉ چې یو ښه مدیر  واوسﺉ، باید خپل کارکوونکي په ښه ډول  وپیژنﺉ، له کار کوونکو سره خبرې او روغبړ کول د هغوی د پېژندلو یوه ښه لار ده.

تاسو کولای شﺉ د خپلو کارکوونکو د خوښې وړ موضوعاتو په اړه له هغوی سره بحث وکړﺉ.

هر څومره چې خپل کارکوونکي ښه وپېژنئ  په هماغه کچه  کولی شﺉ هغوی  ته ښه لارښوونه وکړﺉ.

٢–خپل ارتباطي مهارتونه پیاوړي کړﺉ

د ادارې د لارښوونې او مدیریت لپاره،  له  خپلو کارکوونکو سره د  اړیکو ساتلو ته اړتیا ده.

ددی لپاره  باید پیاوړي ارتباطي مهارتونه ولرﺉ  څو وکړای شﺉ خپل افکار او غوښتنې  د یو ښه ارتباطي مهارت له لارې خپلو کارکوونکو ته  ولېږدوﺉ.

که چېرې تاسو هر څومره ځیرک و اوسﺉ ، خو ارتباطي مهارت ونه لرﺉ، نه شﺉ کولای چې یو ښه مدير پاتې شﺉ.

٣–د خپل کاري دفتر دروازه د خپلو کارکوونکو پر مخ تل پرانیستې وساتﺉ

په خپلو غونډو کې خپلو کارکوونکو ته په ډاګه ووايئ  چې  د تل لپاره د هغوی په خدمت کې یاست او هغوی کولای شي خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له تاسو سره شریک کړي.

د داسې مدیرانو په څېر مه اوسﺉ چې  فکر کوي که چیرې د دفتر دروازې یې خلاصې وي کارکوونکي به ورته مزاحمت وکړي.  د خپل کاري دفتر د دروازې په پرانیستلو سره کارکوونکو  ته وښي‎ﺉ چې د کار چاپيريال ورته په زړه  پورې کوﺉ او خبرو ته یې غوږ نیسﺉ.

٤– په فعاله توګه مدیریت وکړﺉ

په فعاله توګه مدیریت کول په دې معنا دي چې کارکوونکو ته له مزاحمت پرته د هغوی کړنې وڅارﺉ تر څو پوه شﺉ چې هغوی څه تر سره کوي.

تاسو باید باور  ولرﺉ چې ستاسو کارکوونکي د کار کولو پوره وړتیا لري او د هغوی له کار نه د مدیریت کولو پر ځای د هغوی مدیریت وکړﺉ.

د کارکونکو مدیریت  هغه مهال ستونزمن کیږي چې تاسو د کنترول لوړ حساسیت ولرﺉ.

٥–د کارکونکو تیروتنو ته وار مه خطا کوﺉ او پریږدﺉ چې تېروتنه وکړي

د مدیر په توګه تاسو د خپلو کارکونکو د کړنو او تیروتنو مسوول یاست، په دې توګه تاسو کولی شﺉ، ښې ، کره او روښانه لارښوونې چمتو او د تیروتنو له رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړﺉ.

دې ته هم باید پام وکړﺉ چې خپل  کارکونکي له تیروتنو ونه ډار کړﺉ چې بیا به هغوی د هر جزوي کار د ترسره کولو لپاره تاسو ته مراجعه کوي، په دې توګه به هغوی هوډ نیونو ته کومه لیوالتیا ونه لري؛ ځکه داسې فکر کوي چې تیروتنه به وکړي او دا به د دې لامل شي چې ستاسو کارکونکي به په تاسو متکي وي.

دا کار به کمې ګتې ولري او ډير وخت مو در ضایع کړي.د زده کړو او د کارونو د ښه والي لپاره تیروتنې حتمي دي خپلو کارکونکو باندې باور وکړﺉ او د ځینو تیروتنو وړاندوینه یې هم په پام کې ولرﺉ

٦–تر لاس لاندې کارکونکو ته د اړتیا وړ امکانات برابر کړﺉ

که چیرې تاسو په یوه اداره او یا هم کوم سازمان کې د مدیر په توګه کار کوﺉ او د کارونو په ترسره کولو کې بریالي ئﺉ، دا په دې معنا نه ده چې ټول کارونه تاسو په یواځې توګه ترسره کړﺉ.

ستاسو له دندو څخه یوه داده چې د کار کولو مهارت او ښې لارې خپل تر لاس لاندې کارکونکو ته ورزده کړﺉ،که چیرې کارکونکي د کارونو په ترسره کولو کې ستونزه لري او د کار له ترسره کولو سره لیوالیتیا نه لري په دې صورت کې له وړو کارونو یې پیل او بالاخره لوی لوی مسولیتونه ور وسپارﺉ.

هغه ستونزې چې کارکونکي ورسره مخ دي په نښه او له ستونزو سره د مبارزې لارې ور وښﺉﺉ.

که چیرې غواړﺉ خپل کارکونکي ځینې صلاحیتونه ورکړي تاسو اړ یاست چې امکانات هم ورته برابر کړﺉ، د امکاناتو له ورکړې پرته د صلاحیتونو ورکول د کار په ترسره کیدو کې ستونزې رامنځ ته کوي.

٧–ترلاس لاندې کارکونکي له ننګونو سره مخ کړﺉ

د کمزوي، بې انرژۍ او خسته کارکونکي له درلودلو بد بل څه نشته.ډاډ ترلاسه کړﺉ چې خپل کارکونکي له ننګونو سره مخ کوي، چې ډيرو ښو او هغو چې ډير انرژي لري ګټه واخلﺉ او هغوی به ستاسو له دې کړنې څخه خوښ شي.

هغوى اضافه کارۍ ته مه اړ کوئ، یواځې هغوی له ننګونو سره مخ کړﺉ.

٨– د هڅونې او ستاينې مناسب سیستم پلی کړﺉ

د خپلو کارکونکو په سمې پېژندنې سره کولی شﺉ هغوی په سمه توګه وهڅوئ،  دا هڅونې په پیسو نه بلکې کولی شﺉ په ساده ډول لکه له هغوی سره داسې چلند وکړﺉ چې له تاسو خوښ شي او داسې ځای ته یې بوځﺉ چې مینه ورسره لري.

پر وخت هڅونه(تشويق) او ستاينيز ملاتړ ځانګړی اهمیت لري او سازمان یا ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې ډير ارزښت لري

٩–هېر نه کړي چې تاسو مدیر یاست!

داسې چلند مه کوﺉ چې کارکونکي مو د مدیر نشتوالی حس کړي.هر وخت په خپلو پرېکنده هوډ نیونو او مناسبو کړنو هغوی ته وښيئ چې په پیاوړې روحیه خپلې کړنې مخ ته یوسي او دا تاسې یاست چې وروستۍ پرېکړه کوئ او تاسو  مدیر یاست.

١٠–له تېروتنو مو درس واخلﺉ

کله چې ستاسو کارونه له پلان سره سم مخ ته نه ځي، تېروتنې په نښه  او په اړه یې کارکوونکو ته معلومات ورکړﺉ چې د تر سره کولو پر مهال بیا ځلي له تیروتنو او ستونزو سره مخ نه شي.

دغه کړنه  به هغوی ته وښيي چې تاسو هم تیروتنه کوﺉ او څنګه له هغو درس اخلﺉ او چلند نه کوﺉ.هغوى ته زده کړﺉ چې څنګه له خپلو تېروتنو درس واخلي.

لیکوال: بیل گیتس