د بریالیتوب حیرانوونکی راز

«جیم کالنز» د خپل کتاب (له ښه څخه هم ښه) په نامه لیکنه کې وایي؛ که چېرې غواړئ د خپل پرمختګ او بریالیتوب خنډ وپېژنی او له پېژندلو وروسته یې له منځه یې یوسی، نو باید له خپل ځان څخه د خپل ځان او خپل کار په اړه ستونزمنې پوښتنې وکړئ. وړاندې له دې، چې له ټولې پیاوړتیا څخه مو ګټه واخلی ترڅو د خپلې موخې په لاسته راوړلو بریالي شی باید له ځان څخه ځینې ستونزه جوړوونکې پوښتنې وکړئ، چې موږ یې دلته یادونه کوو.

هر کله، چې بریالي کسان غواړي یو ستراتیژیک او مشرانه پروګرام شرکت یا خپل کاري دفتر ته وړاندې کړي، نو جلسه یا غونډه په څلورو لاندینیو پوښتنو پیلوي او هر چا چې لاندینیو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړل نو د هغه بریا حتمي ده.

اوله پوښتنه: موږ اوس چېرې یو؟ (موږ د شرکت یا خپل دفتر د ټولو اړخونو د اړتیا وړ معلومات راټولوو تر څو په خپل ذهن کې یې د یوه انځور په بڼه ولرو ځکه، چې مخکې له مخکې په خپله ګټه او زیان بشپړ پوه وو).

دوهمه پوښتنه: زموږ هغه آرماني ځای یا موخه، چې موږ په راتلونکې کې ورته رسېدل غواړو کوم او چېرې دی؟ (موږ راتلونکې پالنه او راتلونکې جوړونه په پام کې نیسو. داسې انېګېرو، چې موږ کولای شو په راتلونکو کلونو کې، چې هر ځای ته رسېدل وغواړو ورسېږو او وروسته د شرکت یا ټول کار د بریا په صورت کې په خپلو ذهنونو کې د هغه بریالیتوب انځورونه وکړو).

دریمه پوښتنه: څه ډول خپل اوسني ځای ته رسېدلي یو؟ زموږ کوم کارونه سم او کوم کارونه مو ناسم وو؟ د شرکت یا کاري دفتر تر ټولو سترې بریاوې کومې او څه ډول لاس ته راغلې دي؟ په کومو کارونو کې او د څه له امله مو ماتې خوړلې ده؟ د «جورج سانتایانا» په وینا هغه کسان کوم، چې خپل تېر یا تېرې تجربې هېرې کړي او خپل بد او ماتې ورکوونکي کارونه بیا ځلې په تکراري ډول سرته ورسوي، نو د محکومېدو وړ دی.

څلورمه پوښتنه: اوس باید څه کار وکړو تر څو له خپل اوسني ځای څخه هغه ځای ته ورسېږو د کوم، چې آرمان او هیله لرو؟ د تېرو تجربو په لرلو سره باید کوم کارونه ډېر او کوم کارونه لږ سرته ورسوو؟ کوم کار له همدې ننۍ ورځې وروسته پیل کړو او هر څه د کوم کار په پای ته رسولو پای ته ورسوو؟

ژباړه: محمد اکبر حقمل