د بریالیو او شتمنو کسانو ۱۲ ګډ عادتونه

د تهامس سي کورليني  په نوم یو څېړونکي په خپله څېړنه کې د ۱۷۷ هغو کسانو عادتونو ته پام کړی دی چې له غربته تر شتمنۍ يې لاره پیدا کړې ده.

۱ -مطالعه

د څېړنې له مخې هغوی چې په خپل ژوند کې بریالي دي، ډېری يې سره د مطالعې یا لوستلو ګډ عادت لري. دغه ډله خلک هره ورځ ۳۰ دقیقې او یا تر دې هم ډېره مطالعه کوي.

دا خلک داسې کتابونو لولي چې د هغوی د شخصیت په لا لوړولو کې ورسره مرسته کوي. دوی په تفریحي ناولونو او نورو ورته مطالبو خپل وخت تېروي؛ هڅه کوي هغه څه ولولي چې د شخصیت او ژوند په لا ښه والي کې يې په درد وخوري.

۲- سپورت یا ورزش

په څېړنه کې راغلي، ۷۶ سلنه هغه کسان چې بریالي او شتمن دي د ورځيني ورزش کولو ګډ عادت لري؛ دوی کابو هره ورځ نیم ساعت او یا تر دې هم زیات وخت سپورټ کولو ته ورکوي.

دا خلک باور لري چې سپورت ددې ترڅنګ چې په جسمي ډول انسان پیاوړی کوي، د ذهن او فکر په غوړولو او د فکر ځواک په پیاوړتیا کې هم ونډه لري.

۳- د بریالیو کسانو ناسته پاسته

څېړونکې وايي هغه وخت تاسو بریالي کیدلی شئ، چې ستاسو د ناستې پاستې ملګري هم بریالي او پیاوړي کسان وي.

د څېړنې پر وینا د ډېری بریالیو کسانو دا عادت هم سره ورته دی چې دوی تل د ځان په شان د نورو کامیابو او بریالیو کسانو سره ناسته پاسته او دوستي خوښوي. دا دول کسان هڅه کوي چې له داسې کسانو سره دوستي وکړي چې پر خپلو اهدافو او چارو تمرکز کوي.

۴- د خپلو موخو څارل

د څېړنې په باور هغه کسان چې په ژوند کې لوړې هیلې لري او د هغې د پوره کولو له پاره دوامداره هڅه او هاند کوي دوی بریالي او تر نورو غښتلي دي.

څېړنې د ګڼو بریالیو انسانانو دا عادت هم سره ګډ ښودلی دی چې دوی په دوامداره توګه خپلې موخې څارې او د پوره کیدو له پاره يې کار او هڅه کوي. دا ډول کسان موخې ټاکي او د رسیدو له پاره ورته نه ستړی کیدونکی مزل کوي.

۵- سهار وختي پورته کیدل

د څېړنې له مخې ۵۰ سلنه بریالي کسان سهار وختي له خوبه پورته کیږي او دا ددې له پاره چې په ورځينو کارونو کې يې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې او نورو ستونزو له امله خنډ او ځنډ رانه شي.

۶- د پیسو ګټلو څو لارې

بریالي او شتمن انسانان د پیسو ګټلو په یوه لاره بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې څو نورې داسې لارې هم پیدا کړي چې له امله يې په ورځيني، میاشتني او یا کلني عوایدو کې ډېروالی راشي.

په څېړنه کې معلومه شوې ده چې ۶۵ سلنه شتمن کسان د امدن یا ګټې لږ تر لږه درې لارې لري.

۷- مثبت فکر کول

هغوی چې په خپل ژوند کې بریالي دي، ډېری يې د مثبت فکر کولو ګډ عادت هم لري. دا ډول خلک په منفي او بې ځایه فکرونو وخت نه خرابوي او تل مثبت فکر لري چې همدا يې هم د بریالیتوب راز ګڼل کیږي.

څېړنه وايي اکثره خلک ددې پروا نه کوي چې فکر يې مثبت دی که منفي، خو پوهیږي نه چې دا يې په ژوند کې کامیابي او ناکامي ټاکي.

۸- په نورو پسې نه ځي

بریالي کسان په نورو پسې او یا په ډلې پسې تګ نه کوي، بلکې خوښوي چې نور په دوی پسې روان وي. دوی تر نورو کسانو ځانګړی فکر لري او ځان هم ځانګړی ښايي.

۹- ټولنیز اداب

څېړنه وايي که غواړئ! چې په ژوند کې بریالي اوسئ! نو اړینه ده چې ځينې ټولنیزو ادابو ته پام او درناوی وکړئ. لکه له خلکو مننه کول، د ژوند ځینو پېښو ته لکه واده او… ته احترام درلودل او د ټولنې د دود او کلتور سره سم چال چلند کول.

۱۰- د نورو له پاره ښه نیت

څېړنه دا هم وايي، هغوی چې غواړي په ژوند کې د بریا مزه وڅکي؛ باید د نورو له پاره ښه نیت ولري چې په اصلیت کې همدا ښه نیت د بریا په لور تګ دی.

ځکه هیڅ بریالی کس پرته له یو بریالي ټيم نه بریالی کیدای نه شي. نو د یو بریالي ټیم د جوړولو له پاره باید د نورو سره مرسته وشي او د هغوی پر وړاندې ښه نیت موجود وي.

۱۱- فکر کول

د څېړونکي په وینا فکر کول د بریالیتوب کیلي ده. کامیاب کسان په یوازیتوب کې د فکر کولو عادت لري او هره ورځ کابو ۱۵ دقیقې فکر کولو ته هم وباسي.

۱۲. له نورو نظر اخيستل

څېړنه وايي، د نیوکې وېره هغه وخت کمیږي چې تاسو په ځينو کړنو او مسايلو کې د نورو نظر یا رایه واخلئ.

د څېړنې له مخې شتمن کسان وخت ناوخت په ځينې مواردو کې د نورو خلکو نظریات هم اخلي او له مخې يې دا معلوموي چې کوم څېز کار ورکوي او کوم يې نه ورکوي. یعنې د ټولنې فکر معلوموي او بیا د خپل کارو بار له پاره خپله فکر کوي.

کاپي..