د بریالیو خلکو شل ځانګړتیاوې!

بریالي خلک؛ په خدای(ج) باور لري، خپل ټول کارونو په توکل پیلوي.

بریالي خلک؛ لوی هدفونه لري او تر لاسه کولو لپاره یې پوره هڅه کوي.

بریالي خلک؛ ټینګه اراده لري، څه چې ووایي په عملي کولو کې ستونزه نه لري.

بریالي خلک؛ پر نورو نیوکې نه کوي او نه د نورو له نیوکو ویریږي.

بریالي خلک؛ څه چې لري پر هغه د خدای(ج) شکر آدا کوي، څه چې نه لري نو د شکایت پرځای هڅه کوي چې لاس ته یې راوړي.

بریالي خلک؛ له خلکو سره د ښېګڼې په بدل د مننې تمه نه لري، بدل یې یوازې له خدای(ج) نه غواړي.

بریالي خلک؛ پدې باور لري چې په تیاره پسې رڼا، په ناروغۍ پسې روغتیا، په لوږه پسې مړښت او په ستړیا پسې هوساینه او په ماتې پسې بریا ده.

بریالي خلک؛ په تېر فکر نه کوي، په نن کې ژوند کوي او راتلونکې ته هیله من وي.

بریالي خلک؛ شتمنۍ او شهرت نه خوښوي یوازې دا خوښوي چې د خلکو په خدمت کې وي.

بریالي خلک؛ پدې باور لري چې په دې نړۍ کې یو ځل ژوند کوو نو له ژوند نه پوره خوند اخلي تل هڅه کوي چې د ژوند هر شېبه په خوښۍ تېره کړي.

بریالي خلک؛ تل بښنه کوي په زړه کې کینې او نفرت  ته ځای نه ورکوي.

بریالي خلک؛ که هرڅومره خفه هم وي خو پر شونډو یې مسکا وي.

بریالي خلک؛ له ماتې نه وریږي، دوي باوري دي چې بریا د ماتو پرستنو ولاړه ده.

بریالي خلک؛ تر ډېرې راکړې په ډېره ورکړه خوښ وي

بریالي خلک؛ د «ناممکن» کلمه نه پېژني، تل دا وايي «دا کار کیږي».

بریالي خلک؛  لږ فکر او ډېر کار کوي.بریالي خلک؛ لږ خبرې کوي، ډېر غوږ نیسي.

بریالي خلک؛ هر ډول (مثبت او منفي) بدلون ته تیار وي.

بریالي خلک؛ کله چې کار پیلوئ نو د شک دروازې تړي.

بریالي خلک؛ چې له نورو سره ښه کوي هغه هېروي خو چې کله ورسره نور ښه وکړي نو هغه یې د تل لپاره په یاد وي.

ژباړه: حسيب الرحمن نورمل