د بریا زړي

لیکوال: شمس الحق حیران

لومړۍ برخه

هر کار تر سره کولو او  هرې موخې لاس ته راوړلو لپاره اړینه ده چې اړوندې بنسټیزې لارې چارې وپېژنو او سرته رسولو لپاره یې مټې رابډوهو. بریالیتوب هم له دې قاعدې مستثنی نه دی او بریالي کېدو لپاره هم بویه چې ځينې اړین ګامونه پورته کړو، د ذهن په ګلالي ګلدان کې د بریا زړي وکرو او د یو ژمن، خواریکښ او هیله من مالیار په څېر یې په مینه مینه وپالو. په دې اړه ګڼ شمېر ترسره شویو څېړنو ښودلې چې د بریا زړي تر ډېره  بریا ته د لېوال کس پر شخصیتي ځانګړنو او باورونو را څرخي. ځکه نو د لیکنو په دغې لړۍ کې لومړی هغه شخصیتي ارزښتونه او ځانګړنې په ګوته کوو چې د بریالي ژوند څېړنو، بریاليو انسانانو ژوندلیکونو او د بریا د اوسنیو تاندو او مطرح بېلګو په شخصیتونو کې یې موندلای شو. د دغو مثمرو زړو له نامحدود مرغلین امېل څخه مو ريښتينولي، خوښي، زړه راښکون (جذابیت)، د چارو غوره سمبالښت او نېکمرغي ټاکلي دي. د بریا د یاد هر زړي په اړه به درسره وغږېږو، دا به هم ووایو چې هر زړی د کومو دلایلو له مخې تر دې کچې ارزښت لري؟ او د هر زړي د خپلولو او ترلاسه کولو لارې چارې کومې دي؟ باوري یم، که د خپل شخصیت پر زرخېزه ځمکه مو دغه نایاب او ارزښتمن زړي وکرل او ومو پالل؛ نو نېکمرغي،  سرلوړي او بریا به مو په برخه شي:

لومړی) ریښتینولي

ريښتينولي داسې شخصیتي ځانګړنه ده چې د هر هېواد اوسیدونکي، د هرې ژبې ویونکي، د هر کلتور لرونکي او د هرې زمانې او عمر انسانان ورته د درناوي په سترګه ګوري. ريښتينولي د ځانګړې برخې، ځای او وخت له محدودیتونو ورهاخوا د هر انسان په زړه کې بېل ځای لري. تر دې چې دروغجن انسان که خپله دروغ هم وايي خو ريښتيا او ريښتينولۍ ته په ارزښت قایل دی. د ځینو په اند د ننني ژوند اسانتیاوو، نړیوالتوب (Globalization) او ټکنالوژۍ نور نو د ريښتينولۍ په څېر ارزښتونو باندې خاورې اړولې او د دا ډول ځانګړنو رول یې پيکه کړی دی. خو نه، د نړۍ په سترو سوداګریزو سازمانونو، ټولنیزو بنسټونو او ادارو کې د ترسره شویو څېړنو پایلې راښيي چې هېڅ څيز د ريښتينولۍ ځای نیولای نشي. نن هم مدیرانو ته تر ټولو د باور وړ کسان د هغوی ريښتوني کارکوونکي دي. اولسونه هم پر هغو رهبرانو او مشرانو باور کوي چې ريښتوني وي او د زړه او خولې خبره یې یوه وي.  ځکه نو ویلای شو چې ريښتيني کسان او ريښتینولي نن هم د هرې ادارې، ټولنې او سازمان بې بدیله سرمایه ګڼل کېږي.

د ريښتينولۍ همدغه لوړ مقام او اهمیت ته په پام سره د اسلام سپېڅلي دين له نن څوارلس سوه کاله وړاندې خپلو نېکمرغو پيروانو ته پر ريښتینولۍ امر کړی دی. د قرآن عظیم الشان ګڼ شمېر آیتونه او د خوږ نبي اکرم (صل الله علیه وسلم) ډېر حدیثونه د ريښتينولۍ په اړه راغلي، ريښتني انسانان پکې ستایل شوي او دروغجن پکې رټل شوي دي. همدا وو چې د اسلام ځلانده تمدن نړۍ ته د ريښتيا پر ګاڼه سمبالې ډېرې بېلګې وړاندې کړې او ريښتینولي یې د یو نه بېلېدونکي ديني، اخلاقي او قانوني ارزښت په توګه د مسلمانانو د کلتور یوه برخه وګرځوله. ننني مسلمانان هم که غواړي د خپل روښانه دور لمنې ته وروګرځي نو بویه چې ځان په همدغې ګاڼه ښکلی کړي. د ريښتیا او ريښتینولۍ په اړه د قرآني احکامو ځينې نمونې دلته راوړو:

د توبې سورت د ۱۱۹ آيت ژباړه داسې ده:″ای مؤمنانو، له الله څخه ووېرېږئ او د ريښتینو کسانو سره يو ځای شئ.″ په دغه آيت شریف کې د تقوا تر څنګ د ريښتينو ملګرو سره په ملتیا څرګند امر د دې ښکارندوی دی چې ريښتينولي د تقوا يوه ستره څانګه ده. هغه څوک چې غواړي متقي شي، نو په نيت، کړنو او خبرو کې دې ريښتينی شي او پر دې سربېره دې د ریښتینو خلکو ملګرتيا غوره کړي. عام باور دا دی چې یوازې په خبرو کې له دروغو ځان ساتنه به موږ ريښتيني کړي. خو په ژوند کې ريښتینولي څو اړخونه لري چې لاندې بیانېږي:

په وينا کې ريښيتنولي داده چې انسان بايد د خپلو کلمو څارنه وکړي او له ريښتیا پرته بل څه ونه وايي.

په نيت او اراده کې ريښتينولي اخلاص دی. په داسې توګه چې مسلمان هره کړنه او وينا کوي بايد یوازې د الله تعالی لپاره يې وکړي.

په عمل او کړنه کې ريښتينولي په دې مانا چې انسان خپل ظاهر داسې جوړ کړي، لکه څرنګه چې په باطن کې وي. که لږ ځير شو، څرګنده به شي چې ريښتینولي د مسلمان په ټول ژوند کې مطلوبه ده او هيڅ وينا، کړنه او نيت چې رښتينولي پکې نه وي، په الهي دربار کې به قبول نشي.

د ريښتینولۍ په اړه یو ځل بیا سپېڅلي قرآن کریم ته ورګرځو: د مائدې سورت په ۱۱۹ ايت کې د قیامت د ورځې او په دې ورځ د ريښتينو کسانو په اړه لولو: ″ژباړه: الله تعالی به ووايي دا (قيامت) داسې ورځ ده چې ريښتينو ته به خپله رښتينولي ګټه وکړي، د دوی لپاره به داسې جنتونه وي چې لاندې به ترې ويالې بهېږي، هلته به هغوی د تل لپاره اوسېږي، الله به له دوی او دوی به له الله پاک څخه راضي وي او همدا ستر بریالیتوب دی″. علامه محمد علي صابوني رحمه الله د دغه آیت شریف په تفسیر کې ليکي: دوی (ريښتينو وګړو) د الله تعالی رضا د خپلې ريښتينولۍ په مټ ترلاسه کړه ( صفوة التفاسير، لومړی ټوک، ۳۴۷ مه پاڼه).

د ريښتينولۍ بېلګې د ګران رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سپېڅلي سیرت او ارشاداتو کې هم لولو. هغه جناب (صلی الله علیه وسلم) پر ريښتينولۍ امر کړی، ريښتوني کسان یې خوښ کړي او خپل تر ټولو نيږدې ملګري حضرت ابوبکر ته یې ځکه ‎د صديق (ريښتوني) لقب ورکړی چې خپله یې هم تل ريښتيا ویل او د نورو پر ريښتيا وینا یې هم باور کولو.

راځئ د ريښتينولۍ په اړه د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) هڅونې او اوامر د هغه په لاندنیو ارشاداتو کې ولولو:

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ″يقينا ريښتيا د نيکيو لاره ده او يقينا نيکي د جنت په لور لارښوونه کوي او يقينا يو سړی ريښتيا وايي، تر دې چې د الله تعالی په نزد ريښتينی وليکل شي او يقينا دروغ د بديو لاره ده او يقينا بدي د اور لوري ته لارښوونه کوي او يقينا يو سړی درواغ وايي، تر دې چې د الله تعالی په نزد دروغجن وليکل شي.″.(متفق عليه)

په دغه حديث شريف کې په ډېر حیرانوونکي ډول مسلمانانو ته د ريښتينولۍ لاس ته راوړلو پر لور بلنه ورکړل شوې او له دروغو د ځان ساتلو ګټه ورته بيان شوې ده. عاقل انسان هيڅکله دا نه خوښوي چې له الهي دربار څخه د دې په اړه د دروغجن پرېکړه صادره شي؛ ځکه هغه پوهيږي چې دروغ د الله تعالی ستره نافرماني ده او الله تعالی پرې خفه کېږي نو په هېڅ صورت دې ته چمتو نه دی چې خپل خالق، مالک او مهربان خدای(ج) له ځانه خفه کړي، بلکې د ده هڅه دا وي چې الهي رضا وګټي او يقيني ده چې پرته له ريښتينولۍ د الله پاک راضي کول امکان نه لري. همدارنګه، کله چې هرقل له ابوسفيان رضی الله تعالی عنه څخه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د پيغام په اړه وپوښتل چې نوموړی تاسو ته د څه شي امر کوي؟ هغه د نورو شيانو په لړ کې ريښتينولي هم ياده کړه او ويې ويل:”موږ ته په لمانځه، ريښتينولۍ، پاک لمنۍ او صله رحمۍ امر کوي”. (متفق عليه)

لمونځ چې د اسلام ستره فريضه ده، ورسره جوخت د ريښتينولۍ يادونه د ريښتينولۍ په ارزښت او اهميت دلالت کوي او له دغه روايت څرګندېږي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سترو دندو څخه يوه هم پر ريښتينولۍ امر کول دي.

د قرآن کریم او مبارکو سنتو له ارشاداتو که راتېر شو، د اسلام سترو او نامتو علماوو هم د ريښتينولۍ په هکله بېلابېلې ویناوې کړې دي.  فضیل بن عياض رحمه الله فرمايي:” د غوښې هيڅ داسې ټوټه نه شته چې له ريښتینې ژبې څخه الله تعالی ته زياته ګرانه وي او د غوښې هېڅ داسې ټوټه نه شته چې الله پاک ته له درواغجنې ژبې زياته ناخوښه وي.”

احنف رحمه الله خپل زوی ته ويلي وو:” ای بچيه، ستا لپاره د ريښتياوو دا عزت بس دی چې د ريښتيني کس خبره د هغه د دوښمن په حق کې هم قبلېږي او د دروغو د سپکوالي لپاره دا بسنه کوي چې د دروغجن وينا نه د هغه د دوست او نه د هغه د دوښمن په حق کې د قبلېدو وړ وي. د هر شي لپاره ګاڼه وي خو د خبرو ښکلا دا ده چې ريښتيا وي ځکه ريښتيا د عقل په اعتدال دلالت کوي”. حضرت جنيد بغدادي رحمه الله فرمايي:” د ريښتيا حقيقت دا دی چې ته په داسې ځای کې هم ريښتيا ووايې چې پرته له دروغو په بل څه خلاصون نه شي موندلی.” ځينو مشرانو فرمايلي دي:” څوک چې د الهي رضا حاصلولو په موخه د ريښتينولۍ پابند وي، نو الله پاک به معنوي ښيښه ورکړي چې حق او باطل به پکې ويني.”

د ريښتينولۍ ځینې نورې ګټې:

ريښتني نه یوازې دا چې د الله جل جلاله امر او د ګران نبي کريم صلی الله علیه وسلم امر پر ځای کول دي، بلکې په دينوي او اخروي ژوند کې یو شمېر نورې ګټې هم لري چې ځينې یې دلته راوړو:

په خلکو کې اعتماد او باور لاسته راوړل: اسلامي ټولنه په اعتماد ولاړه ده، کله چې يو کس په دوامداره توګه پکې خپله ريښتينولي ثابته کړي، نو هر څوک به ورباندې اعتماد کوي، څومره چې ټولنه کې رښتيني خلک زيات وي، یاده ټولنه به په هماغه کچه هوسا او ارامه وي، خو د دې خلاف دروغ ويل بيا د بې اعتمادۍ لامل دی.

په معاملاتو کې ريښتينولي د برکت لامل ګرځي: کله چې په پېر او پلور کې ريښتيا  وويل شي، نو الله تعالی پکې برکت اچوي او دروغ بيا د بې برکتۍ لامل دی، همدا خبره له يوه حديث شريف څخه څرګندېږي.

په دين استقامت: د ريښتينولۍ له سترو ګټو یوه دا ده چې مسلمان په خپل حق دريځ او دين قايم او بااستقامته ساتي او له بدې پايلې څخه يې ژغوري.

د لوړ همت لاس ته راوړل: په ژوند کې خوښ او ارام کس هغه څوک وي چې د لوړ همت څښتن وي، په دوامداره توګه ريښتينولي په انسان کې لوړ همتي پيداکوي.

سالمه عقيده: علما‌ء کرامو ليکلي: “هغه څوک چې له سمې عقيدې بې برخې وي، خو بيا هم ريښتينی وي، ان شا‌ء الله،  الله تعالی به پرې سالمه عقيده ولوروي او له ابدي هلاکت څخه به وژغورل شي.”

د دين د خدمت وياړ ګټل: د مسلمان موخه دا ده چې خپل دين ته تر هر څه زيات خدمت وکړي، ځکه چې دا ستر شرافت دی. خو دا ویاړ هغه څوک ګټلی شي چې ريښتينولۍ ته پابند وي.

د نېکو وګړو مينه: مؤمنانو ته امر شوی چې د ريښتينو خلکو ملګرتيا غوره کړي او يقيني ده چې د نېکانو سره ناسته ولاړه او د هغوی په لاره تګ د هغوی د مينې وسيله ده.

د الله تعالی رضا : موږ چې هر نېک کار کوو، هدف مو ترې الهي رضا وي. ځکه پوه يو چې الهي رضا له هر څه غوره ده، خو ريښتينولي بيا داسې خوی دی چې خاوندانو ته به يې د قيامت په ورځ د الهي رضا ګټلو زېری ورکول کېږی او دوی به په هغه څه چې الله تعالی يې ورکوي، راضي شي.

څنګه ريښتوني کېدای شو؟

د دغې موخې لپاره له هر څه وړاندې اړینه ده چې انسان له زياتو خبرو، ريا‌ء، د هوسونو له پيروۍ او داسې نورو هغو کړنو ځان وساتي چې د ريښتينولۍ د پرېښودلو سبب ګرځي. پر دې سربېره، لاندنۍ لارې چارې به هم مرسته راسره وکړي څو یو ریښتینی او د باور وړ شخصیت خپل او په پای کې یو بریالی انسان شو:

د الله پر څارنه ټينګ باور: مسلمان چې کله له زړه ايمان ولري نو هيڅکله به دروغو ته زړه ښه نه کړي، ځکه هغه پوهيږي چې الله تعالی زما هره کړنه او وينا ويني او هرومرو به يې حساب راسره کوي.

حيا‌ء: له ټولو ګناهونو او ناوړو لارو چارو  څخه د خلاصون تر ټولو غوره نسخه حياء ده.  مسلمان چې هرې ګناه ته ور نیږدې کېږي، نو له الله تعالی، ملايکو او نور مخلوق څخه حياء ورځي او ژر ترې په شا کېږي.

له ريښتينو او خدای څخه وېرېدونکو انسانانو سره ملګرتيا: دا هغه اصل دی چې قرانکريم په صريحو الفاظو ياد کړی او تجربو ښوودلې چې له نېکو ملګرو سره ملګرتيا د دنيوي او اخروي ښيګڼو د لاسته راوړولو او بریالیتوب ستر لامل دی.

په کورنۍ کې ريښتينولي خپرول: د نېکو ملګرو پيدا کولو ښه تدبیر دا دی چې ماشوم له کوچينوالي څخه په ريښتيا ویلو عادت کړو او دا خبره هغه مهال شونې ده چې په کورنۍ کې د ریښتینولۍ فظا حاکمه او خپله ښځه او خاوند هم ريښتيني واوسي.

دعاء: انساني هڅې له نيمګړتياو تشې نه وي، هميشه له الله جل جلاله څخه مرسته غوښتل لازمي امر دی. نو له الله (جل جلاله) څخه د ریښتینولۍ اخلاقي ښکلا وغواړئ او په دې يقين ولرئ چې الله (جل جلاله) مو دعا قبلوي.

د درواغجنو لپاره د راغلو وعيدونو پيژندل: په قرآنکريم او سنتو کې هغه سزاګانې چې د دروغو په اړه راغلې، بايد مسلمان ورڅخه ځان خبر کړي. تر څو له درواغو سره يې کرکه زياته او ځان ترې وساتي.

د ريښتينو وګړو لپاره د غوره بدلو څخه ځان خبرول: کله چې يو کس د ریښتینولۍ له دینوي او اخروي ګټو خبر شي، مينه به يې ورسره پيدا شي او په هيڅ صورت به دې ته چمتو نه شي، چې ريښتيا پرېږدي.

ادامه لري….

سرچینې:

قرآن کريم

صحیح البخاري او مسلم شریف

صفوة التفاسیر ( لومړی جلد)، علامه محمد علي صابوني رحمه الله

اصلاح آنلاین (وېب پاڼه)