د بزګرانو په وسله واله نښته کې مرګ ژوبله رامنځته شوې

د هرات ولایت ځایي سرچیني وایي، چې د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د زعفرانود ګلانو راټولو پر سر وسله واله نښته شوې.

د غوریان ولسوال فرهاد خادمي پېښه تائیدوي او وایي، په دې نښته کې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی، چې په وژل شویو کې یو تن قومي مشر هم شتون لري.