د بلوچستان ايالت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شوي دي

‏پاکستاني رسنيو ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بلوچستان ايالت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او تر سلو ډېر ټپيان دي. د راپورونوله مخې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سختو اورښتونو اټکل هم کړی دي.