د بل په لاس کې مړۍ غټه ښکاري

)لوستل یې اړین(….

د پښتو ژبې دا متل را باندې ډېر خوږ لګېږي؛ ځکه خورا لوړ مفهوم پکې پروت دی، که ورته ځیر شو، نو ډېر څه ترې زده کولای شو او له همدې کبله یې په بېل بېل ډول مانا کوم.

د بل په لاس کې مړۍ غټه ښکاري په دې مانا، چې په ريښتینې او حقیقي بڼه د بل په حال پوهېدل یا یې هم درک کول ستونزمن دي.

د بل په لاس کې مړۍ غټه ښکاري په دې مانا، چې هېڅکله له لېرې څخه د قضاوت کولو کړنه د ريښتینولۍ تر پولې نشي رسېدلای.

د بل په لاس کې مړۍ غټه ښکاري په دې مانا، چې هر څه د بل په لاس کې اسانه ښکاري؛ موږ یې هغه وخت درک کولای او پر حال یې پوهېدلای شو کله، چې اړوند حالت را باندې راشي.

د بل په لاس کې مړۍ غټه ښکاري په دې مانا، چې هر څوک زموږ په څېر غم لري، له ستونزو سره مخ کېږي، تر کړاویز وضعیت یا حالت لاندې تر بریاوو پورې رسېږي؛ یعنې دا فکر باید له ذهن څخه لېرې کړو، چې ګواکي بریالي کسان پرته له ستونزو، کړاوونو او غمونو بریاوو ته رسېدلي دي.

د بل په لاس کې مړۍ غټه ښکاري په دې مانا، چې بل کس تا ته د خپل ځان په پرتله ډېر پیاوړی او ځواکمن ښکاري؛ په حقیقت کې اړونده پیاوړتیا او ځواک ته هم لرې او په بشپړه توګه ترې برخمن یې.

لیکوال محمداکبر حقمل معینزی