د بندیانو خوشې کولو په اړه له افغان حکومت سره خبرې نه کیږي

قطر کې  د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، له دې وروسته به کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوی پلاوی په دې تړاو له افغان حکومت سره خبرې ونه کړي.

شاهین دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې افغان حکومت وویل، لویو بریدونو کې ښکېل ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي.

شاهین زیاتوي، چې د افغان حکومت دا دریځ د بندیانو خوشې کولو بهیر د ځنډولو لپاره یوه پلمه ده.

خو افغان حکومت بیا وایي، چې په لویو بریدونو کې ښکېلو طالب زندانیانو ملکي وګړو ته درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده او جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي.