د بنګله دېش پر وړاندې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې یوې ټیسټ لوبې لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالي د روانې جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به بنګله دېش د پلازمېنې ډهاکې اړوند په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.