د بنګله دېش کرکټ بورډ د افغانستان خلاف لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړه

د بنګله دېش کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوې لوبډله کې لوبډلمشر شکیب الحسن، تمیم اقبال، لیټن کومار ډاس، سومایا سرکار، مشفیق الرحیم، محمد الله، صابر الرحمن، مصدیق حسین، مستفض الرحمن، روبیل حسین، مهدي حسن میراز، عارف الحق، نازیمول اسلام، ابو حیدر او ابو جاید اخستل شوي دي.

د افغانستان او بنګله دېش دا شل اوریزه لوب لړۍ د راتلونکې جون میاشتې په دریمه نېټه د افغانستان په کوربه توب په هند کې پیلیږي، تر ۷مې نیټې دوام کوي او هره لوبه د ماښام په ۷ بجو ده.

دواړو لوبډلو په ۲۰۱۴ کال کې یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې او هغه هم بنګله دېش ګټلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ لا تر اوسه د دې سیالیو لپاره خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

نصرت الله عمرزی