د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په قطر کې د يو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

‏د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي په قطر کې مېشتو د افغانستان لپاره د امریکا، برتانیا، هسپانیا، جنوبي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا له استازو سره په ناسته کې د افغانستان حکومت پر وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیتي، ښې حکومتدارۍ، نشه يي توکو پر ضد مبارزې ‏او د سلګونو پروژو پر پيلولو خبرې کړې او زیاته کړې يې ده چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې مشاهده کړي.‌‏
د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.