د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفیر خواجه شادمانوف سره کتلي

چارواکي وايي، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفیر خواجه شادمانوف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو پر پراختیا، اوسپنې پټلۍاو ورته نورو اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي. هغه له ازبکستان غوښتي چې له افغانستان څخه د برېښنا او کرنې په برخه کې خپلې تجربې او همکارۍ ونه سپموي.