‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي، چې په دې کتنه کې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او چین پر اړیکو، په افغانستان کې د چین د پانګونې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.