د بهرنیو ژبو د ځینو ویینوپه اصلي مانا پوهېدل اسانه کار نه دی!

 

د لیکوال  (زما )  یو څو مخکنۍ خبرې ـــ کله ناکله په الماني ژبه  زما د خوښې  وړ  مسلکي  کتابونو   د لوستلو په ترڅ  کې  له  یوشمېر  داسې  لغاتونو (کلېمو ) سره مخ  کېږم ،

چې  که  په  پښتو ، انګلیسي ،   روسي  او یا نورو  ژبو  اړوند منابعو کې یې  ماناوې ولټول شي ، سره  یو شان  او ورته  مانا شوي  وي . خو که چېرې  داشان  لغاتونه  د یوې موضوع په منځپانګه  کې څوڅو ځلې  راغلي وي  نو بیا په  هر ځانګړې  غونډله کې د موضوع د څرنګندوالي  او اړتیا له مخې   په جلا بڼه  کارول کیږي  . په تېره  بیا که  دا رنګه  وییونه  په مسلکي کتابونو کې  ولیدل شي نو وار له واره  کتوونکي  پرته د کوم  دلیله  ددغه  دواړو  لغاتونو د مانا تر منځ د رښتینې توپیر  د  پېژندلو ، چې   د بېلابېلو موخو لپاره  د موضوع د ځانګړتیاوو له مخې  کارول شوي  وي ،  په لټه کې کیږي  . ما  دا فکر کاوه ، ښایي  دا ستونزه به یوازې  همدا  زه ولرم  .  او د  خپلې  کمزورۍ  د بشپړ یقیني کولو په  لټه کې وم . څه  خو به  زما کمزوري وي ، خو څه هم  زمونږ په  مورنۍ ژبه  پښتو کې یو زیات شمېر علمي  ترمېنالوجیو تر دې دمه  په مسلکي  ډګرونو کې د کارونې لپاره ځای نه دی موندلی .  وړمه  ورځ مې  د یو  سایټ  پر مخ  په الماني ژبه  په دغه  دوو  لغاتونو ، چې  لا وړاندې  یې  د اقتصادي  سکالو اړوندو کتابونو کې د مطالعې پر مهال   زما په ذهن  کې  ددوی تر منځ  د یو روښانه  توپیر پیژندلو په  اړه   پوښتنې  لا ځوابه  پاته وې ،  سترګې  ولګېدلې   . چې  د یادو لغاتونو په توپیریز  مانا یې یو څه رڼا اچول شوې   وه  .   

نو مې غوره وګڼله ، چې  د یوې بېلګې په توګه  ددغه پورته وړاندې شوو  لغاتونو په هکله  په الماني ژبه توضح شوي  مالومات په پښتو وژباړم اوتاسو درندو لوستوونکو سره یې زما د پورتني  ادعا د پخلي  په موخه ، شریک کړم :

ژبـاړه

(اغېزمنتوب  او وړتیا) 

د ډېــــرو لپاره  د اغېزمنتوب   (  Effektivität ) او وړتیا  ( Effizienz )   تر منځ   توپــــیر  باندې  پوهـــــېدل اسان نــــه دي . مونـــــږ  دغــــــه  تیارو ته  رڼـــــا راوړو  .

Effizienz Effektivität

 

„Die Dinge richtig tun.“

Do things right.“

هرڅه سم کړئ.”

„Die richtigen Dinge tun.“

 

“Do the right things.”

 

سم  شیان وکړئ.”

 

 

۱ . د اغیز منتوب تعریف  ( پیژند )  (  Definition Effektivität)

اغېزمنتیوب  موخې ته  د رسېدلود درجې  پوهېدل دي ، چې  له  غوښتنو یا موخو ته د تلاش  څخه  تر لاس ته   راوړنو پورې  ځانګړو  اړېکو نه   مطلب دی .  بنسټیز لګښت دلته کومه مانا نه لري .

یا هم :

اغېزمنتوب  بشپړوالی او دقیقتوب  دی ، چې ورسره  یوه ټاکلې موخه تر لاسه کیږي .

„   د سمو شیانو کول „

پوښتنه راولاړیږي ، چې ایا د ولس یا د مشتریانو لپاره  په ګټه  دی   او ایا „  سم  شیان  کیږي „  .

د  اغېزمنتوب تعریف  د اقتصادیت  او ګټورتوب  په پرتله  یوه  لوړه   سیاسي مانا لري  . ددې لپاره ، چې ناسم  څیزونه  اغېزمن  اجرا شي  ، موخې نه بدرګه کوي  ، بلکه قاعدتآ بې ځایه د پېسو لګول دي . 

۲ . د وړتیا  تعریف  (پیژند )   ( Definition Effizienz  )

وړتیا  د  ورودي ( Input  )  تناسب  پر  خروجي  (  Output  )  لکه د  خدمت  پر   لګښت    ښیي .  وړتیا  همدارنګه د اقتصادیت د زیات شمېر  حالاتو سره مطابقت لري .

یاهم  :

وړتیا د بشپړوالي او دقیقتوب  د وړاندي شوي لګښت سره  په ارتباط کې ، د کوم سره ، چې  یو ټاکلی هدف تر لاسه کیږي . „  شیان ( کار ) سم  کول „     د هغې نه دا پوښتنه مطرح ده ، ایا „  کار سم کیږي „  (د اغېز توپیر : „  سم کار کول „  .)

وړتیا  بې له پوښتنې ډېره مهم ده  .  خو که چېرې ناسم شیان اغېزمن  شوي ، دا اصراف  او د عامه نظم  د فرمان نه مراعات کول  دي .  د هغې مطابق اغېز یو لوړ ړومبیتوب  لري . ستراتیژي د لیاقت   مخې ته ځي .

۳ . اغېزمنتوب (Effektivität   ( او وړتیا  Effizienz)    ( په   ورځني کار کې  ( مثال )

Rico  غواړي د اوړي په یوه ګرمه  ورځ  خپل  بایسکل  ومینځي . نو که چېرې  هغه ټوله ورځ  یوازې  لټي کوي  او په لمر کې پیتاوی کوي  ، او هغه په مانا کې د اصلي موخې (  بایسیکل  پاکول  )  لپاره  ا غېزمن ( مؤثر )   نه دی . نو ځکه هغه (  موخې ته د رسېدو له نظره  ) دغه سم  نه   کوي .

که چېرې هغه دغه بایسکل یوازې په اوبو او یوې ټوټې سره مینځي ، هغه پوره ( بیخي )  اغېزمن دی ( بلې هغه هلته  خپلې موخې  ته په رسېدو باندې کار کوي ) ، خو ګټور نه دی  .  هغه به هله اغېزناک او ګټور وو ، که چېرې هغه د سمو موادو ( مناسب د مینځولو مواد، برسونه او نور ) سره  دغه کار (  بایسکل پاکول )  سم  کولای   .  غواري 

۴ . نڅوړ  یا  لــــــــــنــډیز  (  Zusammenfassung )

اغېزمنتوب د  محصول ( Output ) لپاره یو کچ  ( اندازه ) دی  ـــ سم  څیزونو کول . کېدای شي  د اغېزمنتوب   یوه لاندنۍ  موخه   وړتیا  وي . دا د  ورودي او خروجي   تناسب  ښکاره کوي  .  په  دې توګه ، هغه  د منابعو د اقتصادیت  لپاره هم د یو معیار په توګه  پکاریږي  ـــ  شیان  سم  کول .  نو ځکه   وړتیا  د اغېزمنتوب   لپاره  نه  پوره   نه  اړین  شرط  دی .

د اغېزمنتیا  او وړتیا   تر منځ  توپیر تل  په چټکه روښانه   نه دی . „  کار   سم  کول „  د  څــــــــه   نه وروسته پوښتنه  ځوابول  ــ څــــــه باید شوي وي ، موخې ته د رسېدو لپاره څه باید وشي ؟  دا ســم  هـــــله ددې لپــــاره چې درست کښـــــــــېنول شي ، د څرنــــګه  پوښتنه ځوابوي ـــ څــرنګه کېدای شي هغه بدل  شي ؟  په  ورځني ژوند کې  خپلې  کړنې  د اغېزمنتیا  او وړتیا  سره مرتب کړﺉ  ، یوه دوامداره بریا ستاسو په    شخصي ، مسلکي  او موسساتي  ژوند کې  ګرنټي کوي  »  .

اخځ  :

http://www.rechnungswesen-verstehen.de/bwl-vwl/bwl/effektivitaet-und-effizienz.php