د بي بي اېل او بي پي اېل په نن لوبو کې درې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

د بنګله دې پریمیر لیګ شل اوریزو کرکټ سیالیو شپږم پړاو نن شنبه د افغان لوبغاړو په ښې ځلېدا سره پیل شو.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د محمد شهزاد اړوند چیتاګانګ ویکینګز لوبډلې د تېر کال اتلې رانګپور رایډرس لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د رانګپور لوبډلې ټول لوبغاړي په شلم اور کې په ۹۸ منډو اوټ شوه او چیتاګانګ ته یې د ۹۹ منډو هدف ورکړ.

رانګپور ته راوي بوپار ۴۴ تر نورو زیاتې منډې وکړې، خو چیتاګانګ ته روبي فریلینک ۴ ویکټې واخیستې.

چیتاګانګ لوبډلې یاد هدف د محمد شهزاد په ښې توپ وهنې سره شلم اور کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ.

محمد شهزاد په ۲۳ بالونو د ۴ څلوریزو په مرسته تر نورو لوبغاړو زیاتې ۲۷ منډې وکړې.

د همدې سیالیو په دویمه لوبه کې د حضرت الله ځاځي اړوند ډهاکا ډینامیټس لوبډلې د قیس احمد اړوند راجشاهي کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ډهاکا لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره راجشاهي ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي په ۴۱ بالونو د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۷۸ منډې وکړې.

قیس احمد په ۴ اورونو کې د ۲۹ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ واخیسته.

راجشاهي لوبډله له هدف وړاندې په اتلسم اور کې په ۱۰۶ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۸۳ منډو په توپیر وبایلله.

قیس احمد ۹ منډې وکړې.

حضرت الله ځاځی په دې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د استرالیا بیګ باش سیالیو کې د مجیب الرحمن اړوند برسبین هیټ لوبډلې پیرت سکارچرز لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

مجیب د خپلې لوبډلې په ګټه ۴ اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې، دوه یې ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نصرت الله عمرزی