د بښنې غوښتلو هنر زده کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

څنګه کولی شو له خپل رواني حالت څخه ساتنه وکړو، اړیکې پیاوړې کړو او خپل عزت نفس زیات کړو؟ که غواړئ دغو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ تر پایه راسره پاتې شئ.

په ټولو فرهنګونو کې بښنه غوښتل ځانګړی ځای او اهمیت لري. ماشومان هم کله چې د جملو جوړول زده کړي، باید د بښنې کلمه هم ور وښودل شي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دغې کړنې ته زیات کار نه دی شوی او ارزښت نه ورکول کېږي، کېدای شي لامل یې دا وي چې لویان له کوچنیانو څخه بښنه نه غواړي.

له ځان او یا نورو څخه وپوښتئ، ((ولې موږ بښنه غواړو؟)) کېدای شي دغه ډول ځوابونه ترلاسه کړئ؛ بښنه ځکه غواړو چې د نورو د تمې خلاف کارونه مو ترسره کړي دي.

فرض کړئ تاسو ځکه بښنه غواړئ چې داسې یو کار مو ترسره کړی چې د نورو د ازار، صدمې، توهین، ناراحتۍ، اندېښنې، غوسې او یا په ټوله کې د مقابل کس د روحي توازن د ګډوډۍ لامل شوی دی؛ نو ځکه مو له بښنې غوښتلو اصلي موخه دا ده چې د مقابل کس زړه لاسته راوړئ.

سمه ده چې تاسو نه، بلکې مقابل کس به ملامت وي، خو ښه ده چې و وایاست ((بښنه غواړم!))

د دې لپاره چې بښنه غوښتل مو اغېزه ولري، ښه ده چې د مقابل کس احساسات په پام کې ونیول شي او موقع ته په کتو ورڅخه بښنه وغوښتل شي.

بښنه غوښتل هغه وسیله ده چې پر مټ یې مقابل کس ستاسو له تېروتنو تېرېږي. تاسو د ازادۍ او له ګناه څخه د خلاصون احساس کوئ.

د دې لپاره چې مقابل کس مو وبښي، باید پښېماني مو داسې بیان کړي چې ګواکې تاسو پر خپلو کړو د زړه له تله پښېمانه یاست او بښنه غواړئ. دا تر ټولو سخت کار دی خو چاره نشته.

فرض کړئ یو څوک مو د مېلمستیا لپاره دعوتوي، خو ستاسو وضعیت سم نه دی، ورځ مو ښه نه ده تېره کړې، له ځان سره ووایاست، ولې د دې مېلمستیا خوند خراب کړم، بې له دې چې مقابل کس خبر کړئ په مېلمستیا کې یې ګډون نه کوئ.

څه باید وکړئ؟

د هغه څه نوملړ جوړ کړئ چې غواړئ ویې وایاست.

د بښنې غوښتلو له پنځو اساسي ټکو څخه کار واخلئ، د بېلګې په توګه

۱- ډېر متاسف یم…

۲- … ومې نه شو کړی چې د تېرې شپې په مېلمستیا کې ګډون وکړم.

۳- ورځ مې ستړې تېره کړې وه، دومره ستړی وم چې یوازې ځان مې تر بسترې پورې ورساوو او ویده شوم، پوهېږم چې دا مې د نه در تلو دلیل نه شي کېدای.

۴- پوهېږم چې ته به څومره خپه، ازرده او غوسه شوی وې.

پوهېږم چې د مېلمستیا لپاره به دې څومره ستړیا ګاللې وي او ته به څومره زما پر در تلو خوشاله شوی وې. په دې هیله چې زما په نه شتون کې مو هم له مېلمستیا خوند اخیستی وي او زما ځان غوښتنې ستاسو پر مجلس منفي اغېز نه وي کړی. متاسف یم چې د یوه دوست په څېر ستاسو په څنګ کې نه وم.

۵- پوهېږم چې تېروتنه مې کړې ده، خو بښنه غواړم.

کېدای شي د دې ډول جملو ویل درته یو څخه سخت وي، خو د دې لپاره چې تاسو د مقابل کس زړه لاسته راوړئ او خپل وجدان ارام کړئ له دې ډول کلماتو څخه ګټه واخلئ.

د دې لپاره چې بښنه غوښتل مو اغېزناک شي ښه ده چې مخکې له مخکې ورته تمرین وکړئ.