د استرالیا بېګ باش کرکټ لیګ سیالیو کې میلبورن رینیګیډز، سیډني سکسرز، میلبورن سټارس او هوبرت هریکینز لوبډلو نیمه پای لوبو ته لار موندلې ده.
لومړۍ نیمه پای لوبه به د هوبرت هریکینز او میلبورن سټارس لوبډلو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
دویمه نیمه پای لوبه کې به میلبورن رینیګیډز لوبډله د سیډني سکسرز لوبډلې سره د جمعې په ورځ د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یادو سیالیو پای لوبه د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
خبریال : نصرت الله عمرزی