د بې اولادۍ د حل لاره څه شی ده؟

لیکوال: ډاکټر حنیف تائب

په افغاني ټولنه کې د جنسي ستونزو نه معلومول یوه عامه ستونزه ده. ډېری نارینه په جنسي لحاظ فعال وي، خو د سپرمو ستونزه یې د بې اولادۍ وجه وي.

دوی د خپلې درملنې پرځای خپلې مېرمنې ملامتوي، بنې پرې راولي او فکر کوي چې دا یې حل لاره ده.

ډېر داسې خلک به مو لیدلي وي، چې له څو ودونو سره بیاهم بې اولاده پاتې دي.

* ډاکټر ته د نه تلو ستونزه.

دلته نارینه دا شرم ګڼي، چې د خپلو جنسي ستونزو لپاره ډاکټر ته لاړشي؛ په داسې حال کې چې دغه کار هیڅ شرم نه دی.

که تاسې دا ستونزه لرئ، لاړشئ لازم معاینات مو وکړئ او ستونزې مو په جرائت سره ډاکټر ته ووایئ.

* کورنۍ حل لارې.

دې نه مخکې چې ډاکټر ته د بې اولادۍ د ستونزې لپاره ورشئ، غوره ده چې له ځینو دودیزو کورنیو حل لارو څخه ګټه واخلئ.

دا حل لارې د سپرمو د پیاوړتیا لپاره د یو شمېر خوراکونو کول دي.

دلته به د دغو شیانو لنډه- لنډه پېژندنه وړاندې کړو.

* زنجبیل.

زنجبیل د یوناني درملو یوه مهمه هغه ده؛ چینایان یې د جنسي درملنې او پیاوړتیا تر ټولو موثر درمل ګڼي.

دا درمل ستاسې وجود ګرموي او پکې د وینې جریان د پیاوړتیا سبب کیږي.

همدا شان د سپرمو د زیاتوالي او پیاوړتیا سبب کیږي.

زنجبیل کیدای شي په اونګ کې وټکوئ او په چایو او شیدو کې یوه اندازه ګډ او وڅښئ.

* هوږه.

هوږه هم د دودیز طب له مخې د جنسي پیاوړتیا یوه مهمه مرستندویه وسیله ده.

دا د جنسي بیاوړتیا ترڅنګ د سپرمو په زیاتوالي کې هم مهمه ونډه لري

د جنسي پیاوړتیا او د سپرمو د زیاتوالي لپاره ضرور ده، چې هره ورځ تر لږه یوه یا دوه هوږې میده او وخورئ.

دا هم یوازې خوړلای شئ او هم یې له خوړو سره ګډولی شئ.

* لاچي یا هیل.

لاچي یا هیل هم یوه په اسانه د لاسرسي وړ شی دی.

کولای شئ په چایو کې یې وکاروئ یا یې همداسې خولې ته واچوئ، وژوئ او وخورئ.

هم مو د خولې خوند ښه کوي، هم مو د وینې جریان له چټکولو سره په جنسي پیاوړتیا او د سپرمو په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي.

* پیاز..

دا خوراکي توکی د جنسي پیاوړتیا له مهمو مرستندویانو څخه دی.

کولای شئ هر وخت یې هم خام او هم پاخه وخورئ.

* رومیان او سبزیجات.

رومیان او د سبزیجاتو تقریبا ټولې بڼې له دې کبله، چې ویټامینونه لري، ستاسې جنسي قوه پیاوړې کوي.

په عام ډول هڅه وکړئ، چې سبزیجات او سلاد هره ورځ پخپله خوراکي مینو کې ولرئ.

* دا شیان هم زیات وخورئ.

– کبان هم جنسي قوې ته زیاته ګټه لري.

– کیلې هم ډېر ګټور شی دی.