د تحقیقي اثر د لارښود ځانګړنې

لیکنه: پوهیالی سید اصغر هاشمي

تحقیق او څیړنه یو ستونزمن کار دی، چې څیړونکی او د څیړونکي لارښود باید د کار(تحقیق) حق په ښه ډول ادا کړي.

په یوې ښې څیړنې کې باید اصلي محقق او لارښود ځینې لارښونې په نظر کې ونیسي او ټولنې ته د یوې نوې فرضې د اثبات لپاره کار وکړي. د دوی هلې ځلې بایدمثبتې لاسته راوړنې ولري او لارښود استاد بایدد یو لړ خصوصیاتو او ځانګړنو خاوند وي، چې څیړنه په موفقانه ډول سر ته ورسیږي.

په یوښه تحقیق کې د څیړونکي او لارښود په موضوع حاکمیت د دې لامل کیږي، چې یوه ښه او نوې لیکنه خپلې ټولنې ته وړاندې کړي، لارښود استاد باید په خاص ډول لاندي ځانګړنې ولري:

۱: لارښود چې د تحقیق په ترمینالوژي کې ورته guide وایي، باید د ښو اخلاقو څښتن وي، دی بایدله څیړونکې سره ښه وضعه وکړي، که چیرې لیکوال ورنه د یوې مسلې پوښتنه کوي، دا باید ورته په ورین تندي او په ډېرو ښو الفاظو ځواب ورکړي، په داسې وخت کې محقق بیا په ډېر جریت سره خپلې ستونزې له لارښود سره شریکولی شي او په داسې مواردو کې لیکوال کولای شي، چې یوه ښه څیړنه وړاندې کړي.

۲: لارښود استاد باید په موضوع حاکمیت ولري. د قاهرې د جامع الازهر استاد دوکتور احمد شبلي د ویناوو مطابق د بریتانیا په پوهنتونو کې د رهنما لپاره شرط دا دی چې په موضوع کې وارد وي او تخصص ولري. د استاد علمي درجو او القابو ته نه کتل کیږي، مګر په مصر او نورو ډېرو هیوادونو کې د رهنمایي لپاره د لوړو رتبو درلودل شرط دی. دا روش یوه ستونزه لري، هغه دا چې کیدای شي د القابو خاوند استاد په موضوع باندې حاکمیت ونه لري او وارد نه وي، مګر یو بې القابو خاوند په موضوع باندې حاکمیت ولري او وارد شخص وي.

په افغانستان کې هم پورته روش د لوړو زده کړو وزارت لخوا په پوهنتونو، اکاډمیو او نورو اکاډمیکو ځایونو کې د یوې لایحې مطابق تطبیقیږي، چې دا کار د تحقیق په برخه کې ځینې ستونزې پیدا کوي او محقق نه شي کولای چې په ښه ډول خپل تیسس، ډیزرټیشن او نورې …. څیړنې سرته ورسوي.

۳:لارښود استاد بایدمحقق ته د مخامخ لیدلو وخت ورکړي، چې د اړونده ستونزو حل لاره پیدا کړي، د نننیو ساینسي پرمختګونو وسایل کارونه اسان کړي دي، کولای شو، چې خپلې ستونزې د موبایل، انټرنیټ او نورو … وسایلو په واسطه حل کړو، خو زما په پوهه د لارښود استاد سره د مشوره کولو لپاره د ټولو ښه وسیله دا ده، چې ورسره یو ځای کینو او د خپلې تحقیقي پروژې په اړه مهمې خبرې سره شریکې کړو، دلته هم د لارښود په اخلاقو باید یو لنډ بحث وکړو، هغه دا چې ځینې محقیقن کولای شي، چې د لارښود سره وګوري، خو هغوی خپلې ستونزې د موبایل او یا د تیلیفون له لارې حلوي، که د دلیل پوښتنه ورنه وشي، هغوی وایي: استاد ډېر غوصه کوي، د مخامخ لیدلو نه زمامشلات دموبایل په واسطه حل کیږي. که چيرې لارښود لیرې وي او د لیدلو کتلو ستونزې موجودې وي، نو بیا چې په هر ډول وي باید خپل مشلات حل کړو.

۴: لارښود استاد باید د څیړنې میتودولوژي سره کاملا اشنایي ولري او په خپله یو ښه څیړونکی وي، یو ښه څیړونکي په واردې موضوع کې یو ښه لارښود ثابتیدای شي.

۵: که چیرې لارښوپه یوې موضوع باندې پوره حاکمیت ولري، خو د څیړنې له میتودولوژي نا خبره وي، بیا هم ښه لارښود نه شي کیدای، ځکه څیړنه د ځان لپاره خاص کالبونه او چوکاټونه لري او د دې کالبونو سره اشنایي دې لپاره ضروري ده.

۶:لارښود استاد باید سر تر پایه ټوله څیړنه که هغه مونوګراف، تیسس، ډیزرټیشنونه او نور وي ولولي او ټولې نیمګرتیاوې یې ښکاره او په ګوته کړي او محقق ته یې د سمون لارښونې وکړي، که موږ او تاسو ننني مونوګرافونه، تیسیسونه او یا د ځینو ډیزرټيشنونه وګورو د ګوتو په شمار نه پرته د نورو ټولو لیکنې pest او copy دي او ډېرې څیړني مو غلطي او کمبودي خو لا پریږده، چې په درجنونو املایي غلطي پکې موجودې وي، که رهنما لیکنه لیدلې وي هیڅکله دا ډول غلطي په لیکنو کې نه پاتیږيږي. یعنې لارښود باید ټول اثر ولولي.

۷:لارښود استاد یواځې د مشورې ورکولو حق لري. د مشورې ورکولو په وخت کې باید لارښود خپله بې طرفي وښایي او داسې ونه کړي، چې د محقق کار ته دا مټې ونغاړي او اصلي کار ورنه پاتې شي.

۸: لارښود یا رهنما استاد باید د تحقیقي اثر د کار له تکمیله وروسته په اثر ګزارش لیکي، ځینې لارښونکي دلارښوداستاد ګزارش پر ځای د لارښود استادنظر لیکي، کاندید اکاډمیسین پوهاند ډاکټر محمد رحیم الهام د رهنما استاد نظر پرځای د رهنما استادګزارش لیکلي او مستحق څیړونکي سرمحقق زلمي هیوادمل هم لوړنظر تایدوي، چې زما په پوهه که لارښود د رهنما استاد ګزارش ولیکي ښه به وي.

دا ځکه چې د ( نظر)د کلمې معنایي خوا مثبت او منفي دواړه خواووې افاده کوي او لارښود استاد باید په اثر منفي نظر ورنه کړي او په ګزارش کې بیا د اثرپه اړه د لارښود ښکاره، څرګند او مثبت نظریات وي.