د تحول او تدوم تر نامه لاندې د کرکټ سیالیو کې انعکاس راډو صفا راډیو ته ماتې ورکړه.

په سراج العمارت بڼ کې د تحول او تدوم تر نامه لاندې د کرکټ په ۱۲ اوریزو سیالیو کې انعکاس راډیو د صفاراډیو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د انعکاس راډیو د لوبډلې کفتان وکیل ارمان د لوبې پچه وګټله او پخپله یې د منډو جوړولو پیل وکړ، چې په ټاکلو دولسو او رونو کې یې سیالې لوبډلې ته د اتو لوبغاړو په سوزیدلو ۱۳۹ منډو هدف وټاکه، چې صفاراډیو په خپل وار سره د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو ۱۰۳ منډې وکړې او انعکاس راډیو لوبدلې دغه لوبه د ۳۳ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی د انعکاس راډیو تکړه توپ وهوونکی ممتاز خان ونومول شو، چې د ۵۱ په جوړولو سر بیره یې یو د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی سوزولی هم وو.

د یادونې وړ ده، چې انعکاس راډیو به خپله دویمه لوبه دوشنبه د غبرګولي په ۱۲د یاران لبډلې سره تر سره کړي.