د تخليق او تحقيق ترمنځ ګډې او بېلې کرښې

لیکوال: فهیم بهیر

تخلیق او تحقیق د ادبیاتو دوې عمده برخې دي چې ادبیات له همدې برخو څخه رامنځته شوي دي. د ادبیاتو ګڼ شمېر تیوري اثار  چې په پوهنځیو کې تدریس کېږي د تخلیق او تحقیق د ګډو او بیلو اړخونو په اړه یا د دواړو د توپیر په اړه ځانګړې کرښې نه دې ایستل شوي، چې محصلان او نور لوستونکي په اسانه د هغو ترمنځ توپیر جوت کړي.

فقط په همدې بسنه شوې ده چې تخلیقي ادبیات لکه شعر، لنډه کیسه، ناول، طنز…او تحقیقي ادبیات هغه دي، چې د تخلیقي ادبیاتو په اړه په کې بحثونه شوي وي. د ادبپوهانو له خوا د منځپانګې له مخې ادبیات پر دوو سترو برخو ویشل شوي دي:

۱ـ تخلیقي یا هنري ادبیات ۲- تحقیقي یا څیړنیز ادبیات چې تخلیقي یا هنري ادبیاتو ته اصلي  ادبیات وايي « ۶:۵».

درې کاله وړاندې مې د پښتو ژبې د یو نومیالي لیکوال او له خپل استاد سره په یو دفتر کې په ادبي مسایلو خبرې کولې. هغه وویل: تخلیق له تحقیق څخه مهم دی، ځکه چې تخلیق د تحقیق  لپاره مواد برابروي. د مثال په توګه پیرمحمد کاروان د هنر خاوند دی، هغه شعرونه لیکي، خو یو بل کس چې شعر لیکلای نه شي او هغه بیا د کاروان په شعرونو بحث کوي، یعنې د هغه د شعر بېلابېلو خواوو باندې څېړنه کوي دی څېړونکی دی، نو دلته د ده پر پرتله د کاروان برخه درنه ده چې  هغه ادبیات ایجاد کړي دي.

خو د ماسترۍ په اخري سمستر کې د پښتو ژبې تکړه څېړونکي سرمحقق زلمي هېوادمل د خپل تدریس په یوه برخه کې د تخلیق او تحقیق په اړه   څو یادونو ته اشاره وکړه او د هغه په اند تحقیق له تخلیق څخه مهم دی، ځکه چې تخلیق عروج او نزول لري، مګر تحقیق په ډګر کې چې څومره وخت تېرېږي، د څېړونکي تجربه پخېږي او په خپل مسلک کې نور هم پیاوړې کېږي.

 

د تخلیق او تحقیق د اهمیت او ارزښت په اړه دواړو استادانو خپل دلایل درلودل  د دوی د اندونو په رڼا کې د همدې موضوع په تړاو په لاندې توګه څو مهمو برخو ته هم اشاره کوو:

تخلیق: ټولې هغه لیکنې چې هنري ارزښت ولري تخلیقي ادبیات ګڼل کېږي. لکه شعر، لنډه کیسه، ناول، رومان، ادبي ټوټه او نور..

تخلیقي ادبیات د تخیل په ملتیا رامنځ ته کېږي او په دې لیکنو کې چې څومره تخیلي اړخ قوي وي هومره لیکنه هنري قوت پیدا کوي. استاد روهي د هنري ادب په اړه وايي :«ادبیات یو ژبنی هنر دی  چې واقعیتونه په ښکلي او جذباتي رنګ کې وړاندې کوي او د انسان اېستیتیکي غوښتنو ته ځواب وايي » « ۴: ۱۱ ».

د ادبیاتو د اوسنیو پېژندنې له مخې  د یوې ژبې ټول لیکلي او نالیکلي منظوم او منثور هنري اثار ادبیات ګڼل کېږي«۵: ۱».

د دې دواړو په اړه مو د لیکنې په پیل کې یو څه معلومات وړاندې کړل، خو تخلیق د تحقیق په پرتله ستونزمن دی په دې معنا  چې تحقیق د یو ډول اصولو او معیارونو له مخې هر سړی تر یوحده تر سره کولای شي، خو تخلیق چې د تخیل په ملتیا رامنځته کېږي هر څوک دا وړتیا نه لري حتی هغه کسان چې تخلیقي لیکنې کوي هر مهال دوی هم نه شي کولای یا یو شعر ولیکي یا کومه بله هنري لیکنه.  د دوی په وینا د الهام په مرسته دوی کولای شي یو شعر یا یوه هنري لیکنه ولیکي.

دا هم د تخلیق« شعر» یوه نمونه:

دا شبنم پر مخ د ګل دی قطرات

که عرق دی پر رخسار باندې نقات

دا یې تار د زلفو کوږ و خوله ته پریوت

که افق حلقه وهلی پر حیات

په اول بازي د مینې په شطرنج کې

تا په رخ کړ زما د زړه بادشاه رامات «۳ : ۷۹».

تحقیق: د تحقیق کلمه عربي ده. په پښتو کې څېړنه، په انګلیسې Research ورته وايي، چې لغوي معنا یې پلټنه او  د حقیقت معلومونه ده «۷: ۲۸۲».

هندي  څېړونکی ډاکتر ګیان چند وايي: « څېړنه د یو پټ یا مبهم حقیقت  د ښکاره کولو اصولي عمل دی. څېړنه د نامعلومو یا لږ معلومو شیانو په هکله پوهېدنه ده» «۹: ۱۹ ».

د تحقیق د لغوي او اصطلاحي پېژندنې په اړه ادبپوهانو بیلابیل نظرونه وړاندې کړي دي، خو د تحقیق په ذریعه موږ کولای شو  د یوې ځانګړې موضوع د لټون د لارې حقایق را څرګند کړو.د تحیق په ذریعه موږ د یوې موضوع اصلي ماهیت ته رسېږو او د تحقیق لمن پراخه ده. همدا اوس د ژوند د بېلابېلو برخو په اړه څېړنې روانې دي. د علومو ډېرې برخې سره ګډې دي او د همدې څېړنې په ذریعه سره بېلیږي. زموږ په ټولنه کې ډېر څېړونکي شته دي؛ خو د ادبیاتو په برخه کې ډیرې راټولونې د څېړنې په نوم چاپېږي او په اوسنیو څېړونکو کې استاد سرمحقق زلمی هېواد مل مخکښ څېړونکی دی.  د څېړنې پر معیارونو برابرې او ښې لیکنې کوي او نوموړي په دې برخه کې تیوري اثار هم لیکلي دي.

تخلیق هنر او تحقیق علم دی: مخکې مو اشاره وکړه چې تخلیقي ادبیات هغه دی چې هنري ارزښت ولري یا هغه لیکنه چې په لوستونکو یا اوریدونکو کې عواطف او احساس را وپاروي تخلیقي یا ادبي لیکنه  ګڼل کېږي.

لنډه کیسه، شعر، ادبي ټوټه، ناول یا نورې ادبي لیکنې په ښکلې هنري ژبه د تخیل په ملتیا رامنځ ته  کېږي. د تخیل په ملتیا انځورونه جوړیږي او کیسه په لوستونکي خپل اغېز ښیندي او د هغه عواطف را پاروي چې همدا ځانګړنه د هنر یوه برخه ده. په همدې اړه استاد روهي لیکلي: « نوښتګر شاعر یا کیسه لیکونکی له واقعیت څخه خپله انطباع  او برداشت اخلي په عاطفي بڼه انځوروي د همدې مفکوري پر اساس ویل کېږي چې بیا جوړونه «باز افریني» د ادب او په عام ډول د هنر یوه ځانګړنه ده » « ۲:۹ ».

استاد روهي یو بل ځای لیکي: «تحقیقي ادبیاتو ته ادبپوهنه یا ادبي څېړنه ویل کېږي یا په پله ژبه تخلیقي ادبیات ژبني هنري اثار دي او تحقیقي ادبیات  د دغسې اثارو په باره کې بحث او څېړنه لري. تخلیقي ادبیات په خپله ادبیات او د هنر څانګه ګڼل کېږي » « ۲: ۱۳».

نو په لنډه توګه ویلای شو چې تخلیق په خپله هنر دی چې ښکلا او خوند لري پر لوستونکو یا اوریدونکو باندې اغېز ښندي دا هنر که په هره بڼه وي.

تحقیق علم دی او علم پر تجربو ولاړ دی. د څېړنې یا تحقیق لپاره یو لړ اصول او ټاکلي معیارونه شته دي چې  د یوې څېړنې مرحله باید هغه طی کړي او وروسته بیا پایله رامنځته کېږي. تحقیق د تخلیقي ادبیاتو د ماهیت او څرنګوالي په اړه بحث کوي، کله چې د یو اثر ماهیت یا څرنګوالی معلوموي، نو باید د تحقیق ټول مرا حل طی کړي او د یوې ښې څېړنې لپاره معیارونه بشپړ کړي. کله چې خبره د معیارونو او ټاکلو اصولو خبره شوه، نو دلته له علم سره پیوندیږي او ویلای شو چې تحقیق علمي جنبه لري.

همدا ډول د ادبپوهانو له خوا ادبپوهنه په درې څانګو«ادب تاریخ، ادبي کره کتنه او ادبي تیوري»وېشل شوې ده، چې د هرې برخې د کار ساحه یو ډول ټاکلي معیارونه هم لري او د تخلیقي ادبیاتو  په څېر د خپل اغېز یا د خپل تخیلي ځواک په ملتیا د هغې کار پر مخ نه وړل کېږي.

په دې اړه مې د(Rusk) وینا خوښه ده. هغه وايي: «تحقیق د ذهن د کار کولو طریقه ده، هغه پوښتنې کول چې تر اوسه شوې نه وي او پر یو ټاکلې کړنلاره د هغوی  د جوابونو د تر لاسه کولو هڅه ده. په تحقیق کې پر نظریو سربېره کوښښ کول په کې اساسي کار دی د حق د څرګندولو او د هغه نه دفاع کول دي». «۱۰: ۱۳ ».

تخلیق عروج او نزول لري: د پښتو ادب په معاصر تاریخ کې استاد روهي معاصره دوره پر درې پړاوونو ویشلې ده. د یو شمېر لیکوالو اثار په یو پړاوو کې چاپ شوي دي، خو دوی بیا په بل پړاو کې معرفي شوي دي.  استاد روهي په وینا دوی په لومړي پړاو کې ځکه نه دي معرفي شوي چې د دوی اثارو په دویم پړاو کې تبارز کړی دی، نو له دې څخه جوتېږي چې تخلیقي ادبیات عروج لري، د تخلیقي پنځونو لړۍ اوج نقطې ته رسیږي او د وخت پر تېریدلو سره بېرته د نزول خوا ته مخ اړوي.

په دې اړه مې یوه تجربه هم کړې ده، یو نومیالي لیکوال او زما استاد چې تر دې دمه لنډې کیسې هم لیکي، د نوموړي د لنډو کیسو یوه پخوانۍ ټولګه مې ولوسته  چې هرې کیسې خوند، راښکون او ښه تلوسه درلوده، مګر اوسمهال چې په نیت کې کله د هغه نوي کیسې لولم د پخوانیو په پرتله هغسې خوند او راښکون نه لري، خو د تحقیق په برخه کې چې څومره کار کېږي هومره د لیکوال تجربه  پخېږي د لیکنې په ټولو معیارونو پوهېږي او دلایل یې ورځ تر بلې قوي کېږي او نوي اثار یې د پخوانیو په پرتله د هر اړخ له مخې پیاوړې کېږي.

احساس او عواطف: دا توکي په ادبیاتو کې مهم دي، که شعر وي یا هنري نثر په هغې کې باید دا برخه درنه وي. ښه شعر او ښه کیسه  یا نور ادبي ژانرونه په لوستونکي او اوریدونکي کې احساس او عواطف را پاروي، یعنې تخلیقي ادبیات باید دا ځانګړنه ولري او پرته له دې یې ادبي اړخ کمزوری ښکاري.  دا هم د شعر یوه بېلکه:

روژې!

ته راغلې که په کور کې مې

څه نشته خیر دی

د زړه په وینو به دې نیسم

ماتوم به دې په تړمو اوښکو

تا به نهیلې

د خالق په لور ستنه نه کړمه

خو زه له تا دغه پوښتنه کوم

دا چې زه ټول عمر روژه یم ډوډۍ نه لرم

د خدای په در کې مې روژې  د بې وزلۍ

وایه قبلېږي کنه؟ «۱:  ۲۴۰»

هنري نثرونه  احساس او عواطف په لوستونکي یا اوریدونکي کې پاروي او په کومه لیکنه کې چې دا برخه درنه وي، نو لیکنه هومره هنري  ښکاري خو که چېرې په تحقیقي لیکنو کې هنري کلمې یا جملې یا نور داسې اړخونه وي چې د هنري نثر سیوری ولري دا یو ډول عیب ګڼل کېږي، یعنې په تحقیق کې دې برخې ته باید ځای ور نه کړل شي.

دا هم  د نثر نمونه چې احساسات او عواطف لېږدوي: «  د جمال خان مورې! هغه د تیلو بوتل راوړه. په دې وخت کې پر بېوزلې مرغۍ را ګرځي او په وهلو شروع کېږي، پس له دې په غولي کې دغه درې اوازنه اوریدل کېده  نور د هېڅ یو غږ نه و یو د ګل محمد د لرګي د شړکهار، بل د هغه دا چغې چې اور غواړې!

حرا مونې اور غواړې، بل د مرغۍ په زور ه چغې چې ویل به یې با باجي مړه شوم… زه مړه شوم، د خدای د پاره،   رسول ته ګوره… خپله پلاره… خپلې مورې… یه کاکا صاحب… رارسیږئ… یه لویه ځوانه مد د… زه خو بې ګنا ه یم… زه خو بې    خطا یم… یه خدایه…. یه ربه» « ۸: ۱۰۱».

هدفونه:په یو شمېر تخلیقي لیکنو او اثارو کې یو ځانګړی هدف نه، بلکې څو پیغامونه ترې لوستونکی اخیستی شی. حتی د شعر په یو بیت کې څو پیغامونه وړاندې کولای شي د همدې خبرې په تړاو استاد غضنفر د ډاکټر اکبر پر یو بیت باندې« ستوري لاندې نه راځي ـ بر پسې خیبر یوسه» څو مخه مقاله لیکلې ده، یعنې پورتنی بیت لوستونکي ته څو پیغامونه وړاندې کوي، خو په تحقیق کې پر یوه مشخصه موضوع باندې کار کېږي او یو ټاکلی پیغام یا هدف لوستونکي ته وړاندې کوي.

په تحقیق کې څېړونکی د موضوع حجم ته ګوري یا یې په مقاله کې یا د کتاب په شکل یا د نورو بڼو له لارې پرې کار کوي او د هغې موضوع ګونګې خواوې را سپړي او یو مشخص هدف لاس ته راوړي.

د تخلیق او تحقیق ژبه:  د تخلیقي ادبیاتو ژبه هنري وي او یوه کلمه کولای شي هم حقیقي او هم ضمني معناوې ورکړي. د تخلیق ژبه د تخیل په خوږو شیرینه وي په ځینو ژانرونو کې لکه ادبي ټوټه چې په لوستلو یې  څوک نه مړیږي. دا ژبه تصویرونه هم لري اغېز او تلوسه هم لري. هره کلمه او جمله یې د تخیل رنګ لري، که یو څوک وغواړي یو کس له خپل پیغام څخه اغېز من کړي، نو ښه وسیله یې تخلیقي یا هنري ژبه ده چې د لوستونکي او اوریدونکي په احساساتو اغېز کوي.

په تحقیقي ژبه کې لیکوال له تخیل څخه کار نه اخلي په دې ژبه کې هره کلمه خپله اصلي معنا ورکوي د ژبې پیغام یې باید واضح وي  د تخیل او هنري کلمو سیوری باید ور باندې پروت نه وي. جملې یې باید لنډې او د خپلو کلمو په انداز ه پیغام وړاندې کړي. په دې ژبه کې له  نامانوسو او ټولو هغه کلمو څخه ډډه وشي چې لوستونکي یې سم پر معنا نه پوهېږي.

تخلیقي د ونې ریښې او تحقیق یې میوه ده: د ونې رېښې ډېرې مهمې دي کله چې د کومې ونې رېښې وچې یا پرې شي نو ونه ور سره هم وچېږي، نه نورې پاڼې نیسي او نه میوه.که تحقیق یې میوه وبولو نو تخلیق دی چې د هغې په اساس دا میوه په لاس راځي. همدا اوسمهال چې د نړۍ ځینې زوراکي هېوادونه د نورو هېوادونو د نیولو خوب ویني لومړی د هغو خلکو ټول کلتوري او بېلابېل مسایل څېړي چې ډیر کلتوري او نور مسایل هم د تخلیق د لارې رامنځته شوي دي. زورواکي هېوادونه دا هر څه څېړي او وروسته د همدې څېړنو له لارې خپل هدف ته په اسانه توګه ځان رسوي.

د هېواد پیاوړی لیکوال او تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع د هندارې په نوم  یو اثر لیکلی چې په هغې کې دا اوسنۍ ټولې اختراګانې ښودل شوي چې سرچینې یې تخلیق او فولکلور دی.

تحقیق هغه باران دی چې خړه بیدیا سمسوروي:  څو کاله وړاندې د هېواد  نومیالي لیکوال استاد حبیب الله رفیع  خپل یو اثر را کړ. زما په اند د هندارې په نوم و چې په هغې کې  نوموړي د شفاهي ادبیاتو په اړه لیکنې کړې وې او دا په کې روښانه شوې وه چې د اوسنۍ ټکنالوژۍ پرمختګ او اساس د خلکو په شفاهي ادبیاتو کې دی او د اوسنیو پرمختګونو سرچینې  د همغه شفاهي ادبیاتو په تل کې پرتي وې، نو که یو څوک هر څومره ښه شعر ووايي یا یوه ښه هنري اثر ولیکي او د هغې ګڼې خواوې او ار زښتونه څرګند نه شي، نو همداسې به پاتې وي.

د تحقیق د لارې  د یو مهم اثر مهمې برخې سپړل کېږي او په ټولو هغه برخو رڼا اچول کېږي چې د انساني ټولنې سره اړیکې لري او یوه ټولنه بیا  له همدې لارې خپل د ژوند اړونده چارې پر مخ بیایي، نو که د تحقیق باران نه وي، د تخلیق په بیدیا کې که هر څومره ښایسته او ګټور ګلان او بوټي کرل شوي وي، خو هېڅ کله به شنه نه شي خو دا هر څه د تحقیق  له لارې لوستونکو ته تر لاسه کېدای شي.

څېړنه او د ژوند اړتیاوې: د ژوند د هرې اړتیا او د هغې د پوره کېدو په هدف انسانان هڅه کوي چې  د حل لارې ولټوي. دوی د څېړنې د لارې خپلې تجربې پخوي او بالاخره خپل هدف ته ځان ورسوي. هر کال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې  د ژوند د بېلابېل اړخونو په اړه څېړنې روانې دي او تر لاسه شوې پایلې د انساني ژوند په تړاو نوې اسانتیاوې رامنځته کوي، لکه: د ساینس او طببعي علومو په برخه کې.

په ادبیاتو کې موږ هم د څېړنې له لارې  هغه لارې چارې پیدا کولای شو چې څنګه مو خپله ژبه او ادب غني کړو؟  د یوې ښې لیکنې ځانګړتیاوې د یو ښه شعراو د یو شمېر ادبي ژانرونو بریالي تخنیکونه او د اوسني ژوند په تړاو یې اغېز او اهمیت خپلې ټولنې ته څرکند کړو.

پرمختللي هېوادونه او څېړنه: په پرمختللو هېوادونو کې د تحقیق هڅې کړندۍ دي، هلته که هره ښوونیزه چاره تر سره کېږي خپلې تجربې د څېړنې له لارې پخوي. هلته وګړي هڅه کوي چې د خپل ژوند ګڼو ستونزو ته څنګه د حل لار ولټوي. دې هدفونو ته د رسېدو لپاره دوی څېړنې تر سره کوي.که هغه د ساینس او تکنالوژۍ په اړه دي که د نورو ټولنیزو علومو په اړه. همدا علت دی چې یو شمېر بهرنیو هېوادونو د علم او پوهې په برخه کې نوي تیوريک اثار رامنځته کوي او ټولنه یې ورځ تر بلې د پرمختګ په لور واټن وهي.

په پرمختللو هېوادونو کې داسې خیالي فیلمونه او سریالونه هم جوړیږي چې وروسته  تر خپرېدو یې وګړي یا اړوند کارپوهان هڅه کوي چې همغسې څه رامنځته کړي کوم چې په فیلمونه کې د تخیل په مرسته تر سره شوي دي، یعنې هغه څه چې دوی په خیالي فیلمونو کې لیدلي وي.

وروسته پاتې هېوادونه او تخلیق: په وروسته پاتې هېوادونو کې وزګارتیا وي، ډیر خلک له عصري ژوند څخه بې برخې وي، په کلیو او بانډو کې خلک اوسمهال هم  د پیریانو او بلاګانو کیسې کوي او وخت په همدې تېروي. په پرمختللو هېوادونو کې خلک وخت سره زر ګڼي هغوی د سبا یا راتلونکي لپاره کار کوي. په وروسته پاتې هېوادونو کې وګړي د ژوند ډیره برخه د تخلیقي اثارو په لوستلو او اوریدلو سره تېروي، مګر په پرمختللو هېوادونو کې دا برخه یو څه کمزورې ده، هلته د ژوند هرې چارې تنظیم شوې وي او د خپل پلان مطابق کار، مطالعه او ساعت تېرۍ هم کوي.

د تخلیقي او تحقیقي اثارو په اړه د عامو وګړو اندونه: زموږ په ټولنه کې ډیر کسان نالوستي دي؛ مګر هغه کسان چې زده کړه هم لري دوی د تخلیقي اثارو پر نسبت تحقیقي اثار خوښوي. د ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکی وم چې ما د سیوری ناول او نور ادبي او هنري اثار لوستل په لسګونو  ادبي اثار را سره موجود وو، مګر زما یو ملګری چې د لسانس زده کړې یې کړې وي یا نور دوستان هغوی به دا اثار نه لوستل کله چې به یې د ناول یا لنډو کیسو کوم کتاب له ما سره ولید، نو زه به یې له لوستلو څخه منع کولم. دوی به همیشه دا ویل چې  د دې پر ځای نور معلوماتي کتابونه ولوله دا اثار ګټور نه دي.

ډیر وګړي شته چې دوی هنري اثار نه خوښوي کله چې دوی ناول، لنډې کیسې یا نور ادبي اثار له چا سره وویني هڅه کوي چې څوک یې ونه لولي، ځکه دوی یې خیال پلو بولي کله کله اخلاقي تورونه هم پرې لګوي.

د تخلیقي او تحقیقي اثارو اقتصادي اړخ:  اوسمهال چې زموږ په ټولنه کې د ښونیز نظام لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي بیلابیل ښونیز مرکزونه علمي موسسې او پوهنتونونه جوړ شوي دي او ورځ تر بلې د زده کړیالانو شمېر هم د زیاتېدو په حال کې دی، نو زموږ په هېواد کې د هنري اثارو په پرتله څېړنیز او معلوماتي اثار په لوړه بیه پلورل کېږي او اوسمهال یې بازار هم ګرم دی. هغه خپرندویه ټولنې چې څېړنیز تیوريک اثار خپروي له چاپه وړاندې څو برابره پیسې د کتاب لیکوال ته ورکوي او بیا له چاپ وروسته یې خپرندویه ټولنه په خپله خوښه پلوري، خو په لویدیځو هېوادونو کې  تخلیقي اثار هم لوړه بیه لري هلته د لنډې کیسې او ناول ډیر اثار پلورل کېږي. د دې تر څنګ په بهرنیو هېوادونو کې د کمپیوټر یا ټکنالوژۍ نوې معلوماتي سي ډيانې هم په لوړه بیه پلورل کېږي؛ ځکه په هغو کې د کمپیوټر د یوې سترې برخې په اړه معلومات خوندې دي چې د څېړنې د لارې رامنځته شوي دي.

څو ورځې وړاندې مې په تاند ویبپاڼه  کې یو خبر ولوست چې د شکسپیر یو اثر ۷ میلونه ډالره وپلورل شو، خو زموږ په هېواد کې اوسمهال هم تخلیقي اثار هغسې په لوړه بیه نه پلورل کېږي لکه څنګه چې تیوري یا څېړنیز اثار خپل بازار لري.

پايله:

په لومړي سرکې ادبیات په دوو سترو برخو«تخلیق او تحقیق« ویشل شوي دي چې تخلیقي ادبیات  هنري ادب ګڼل کېږي، مګر تحقیقي ادب هغه څه دي چې د تخلیقي ادب د شننې او تشریح له لارې رامنځ ته شوي وي.

ادبي ژانرونه لکه، شعر، لنډ کیسه، ناول، طنر، ډرامه، رومان، ادبي ټوټه او نور هنري ژانرونه تخیلي ادب ګڼل کېږي، چې لیکوال یې د لیکنې پر مهال  د تخیلي ځواک په مرسته رامنځته کوي، د تخلیقي اثارو ژبې د تحقیقي اثارو سره جوت توپیر لري. په تخلیقي ادب کې هر فورم جلا ځانګړنې او ژبه لري،  د اثارو ژبه هنري وي، کلمې د اصلي معناوو تر څنګ نورې ضمنې معناوې لري. تخلیقي ادب هر څوک هم رامنځته کولای نه شي او په دې لیکنو کې څومره د تخیل قوه پیاوړې وي لیکنه هومره هنري او ادبي ګڼل کېږي.

تحقیقي ادب بیا هنري ځانګړنې نه لري،  د تحقیقي اثارو لیکوال د تخلیقي ادب په اړه لیکنې کوي، د هغوی په ارزښتونو، په تخنیکونو، د هنري ادب بېلابېلې خوا وې را سپړي او خپلې ټولنې ته یې وړاندې کوي. د تحقیق ژبه له تخلیق سره هم توپیر لري، په تحقیق کې کلمې په اصلي معنا کارول کېږي، نثر یې ساده یا معلوماتي ګڼل کېږي. په لیکنه کې هنري کلمې او جملې نه کاروي او هڅه کوي چې نیغ په نیغه  پرته له پیچلتیا څخه لوستونکي ته معلومات وړاندي کړي. که په لنډه توګه ووایو دواړ ه له یو بل سره کلکي اړیکې لري په دې معنا که تخلیق نه وای تحقیق به هم په ادب کې نه وای او که تحقیق نه وای، نو بیا به څنګه د تخلیقي ادب ارزښت او اهمیت لوستونکو ته څرګند شوی وای.

اخځونه:

۱ ـ   بدر، صدیق الله.(۱۳۸۹ هـ ش). د لونګو دریڅې.  پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۲ ـ روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۴هـ ش). د پښتو ادبیاتو تاریخ.  پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۳ ـ لېوال، عبدالغفور.(۱۳۹۰هـ ش).  شعري سېمبولونه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ وزیری، محمد اقبال، د ادبیاتو تیوري، د پښتونخوا د پوهنې دیره، پېښور، ۱۳۹۱ لمریز کال.

۵ ـ هېوادمل، زلمی.(۱۳۷۹ هـ ش).د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ـ هاشمي، سید محي الدین. (۱۳۹۴هـ ش). ادبپوهنه.جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۷ – هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵ هـ ش). د لیکوالي هنر.جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۸ ـ هاشمي، سید محي الدین.(۱۳۸۹هـ ش).  د نثري ادب ډولونه.جلال اباد: وحدت خپرندویه ټولنه.

 

۹ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۵هـ ش).  د څېړنې بنسټونه.جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

۱۰ ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۵هـ ش). د تحقیق اصول.  جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.