د تخنیکي پلان جوړونې کامیابه ستراتېژي

وایصل سافټویر کمپني د موبایلونو او کمپیوټرونو لپاره په بېلابېلو برخو کې سافټویرونه جوړوي. وایصل غواړي چې د اپلېکېشنونو بازار ته یو نوی جوړ شوی اپلېکېشن وړاندې کړي. مګر مخکې له دې نه چې خپل وروستی تصمیم ونیسي، وایصل اړ دی چې هغه ټول موارد وڅېړي چې د نوي جوړ اپلېکېشن لپاره ګټور او ناګټور تمامېدای شي. ځکه همدا شیان د ده د نوي جوړ شوي اپلېکېشن د کامیابۍ او ناکامۍ سبب ګرځېدلی شي. څه فکر کوئ، وایصل باید د دې چارې د ترسره کېدا او د دې حالت د شننې لپاره څه وکړي؟

وایصل باید په بازار کې د خپل موقف اړوند یوSOWT Analyze یا تحلیل وکړي. د سوټ انالایز ترسره کول به له وایصل سره د کمپنۍ د قوي نقطو، کمزوریو، فرصتونو او خطرونو په پېژندلو کې مرسته وکړي. هغه قوي ټکي چې له وایصل سره د نوي جوړشوي اپلېکېشن په کامیابۍ کې مرسته کولی شي، هغه کمزورۍ چې په نوي اپلېکېشن کې باید په قوي نقطو بدلې شي، هغه فرصتونه چې د کامیابۍ پرلاره یې په لاس کې لري او هغه خطرونه چې د کامیابۍ لپاره خنډ کېدلی شي، ټول په سوټ انالایز کې څېړل کېږي. تاسو کتلی شئ چې SWOT Analyze د یوه شرکت یا کمپنۍ په بریالیتوب کې څومره او څنګه رول لرلی شي. راځئ چې سوټ انالایز لږ څه په تفصیل سره مطالعه کړو:

سوټ (د واو په زبر) انالایز یا سوټ مټرېکس د ستراتېژيکي پلان نیونې یو تخنیک دی، چې له یوه شخص یا ادارې سره د تجارت اړوند د قوي نقطو، کمزوریو، فرصتونو او خطرونو په پېژندلو کې مرسته کوي. دا تخنیک ځکه مهم دی، چې مونږ ته په تجارت کې د پېښېدونکو خطرونو معلومات راکوي او هغه داخلي او بهرني فکتورونه راپېژني چې د تجارتي موخو په ترلاسه کولو کې مرسته راسره کوي. د سوټ انالایز ترسره کوونکی معمولا پوښتنې کوي، ځینو پوښتنو ته ځواب وایي، ځکه دی مجبور دی داسې معلومات راټول کړي چې د هرې ډلې لپاره د منلو وړ وي او د دې چارې په ترسره کېدا کې اغېزمن تمام شي. د دې ترڅنګ سوټ انالایز کاروباري ډلې او کاروباري شخص ته په ورځنیو چارو کې د پېښېدونکو ستونزو حللارې ښیي او کاروباري ستراتېژیو ته له یوه نوي اړخه د کتلو زمینه برابروي. مبالغه به نه وي، که ووایو چې سوټ انالایز د واقعي او رښتیني پلان لپاره کامیابه ستراتېژي ده.

سوټ په Non-Profit Organizations کې هم کارول کېږي. دا ترکیبي نوم ټولو هغو ادارو ته کارول کېږي چې د اقتصادي موخو او مالي ګټو لپاره نه وي رامنځته شوې، بلکې ټولنیزې او بشري موخې لري. مثلا د پوهنتون استاد د خپلو محصلینو د لومړي سمستر نمرې وکتلې، چې نزولي بڼه لري او د نورو کلونو په پرتله یې د کامیابو زده کوونکو فیصدي کمه شوې ده. دی غواړي چې د راتلونکي سمستر په ازموینه کې زده کوونکي ډېرې نمرې واخلي او د ذهني ظرفیت کچه یې هم د نورو کلونو په پرتله ښه شي. دی باید څه وکړي؟

سوټ انالایز دې پوښتنې ته ځواب وایي.

که د سوټ انالایز جوړښت او د کارونې طریقې ته ځیر شو، نو وبه ګورو چې دا یوه ډېره اسانه او ساده طریقه ده. ډېر کم وخت او کمو مصارفو ته اړتیا لري. یوازې یو څو پړاوونه لري چې کله کله یې د مسلکي کسانو ترڅنګ غیرمسلکي کسان هم ترسره کولای شي.

ځواکمنې او کمزورې نقطې د سوټ انالایز په داخل پورې اړه لري او فرصتونه او خطرونه یې معمولا په بهرني چاپېریال کې راځي. د بازار مطالعه او د بهرنیو او داخلي فکتورونو پېژندل مو هم ښې پایلې درلودلی شي.

د سوټ  (SWOT)نوم د څلورو الفاظو د لومړیو توریو نه جوړ شوی لنډون دی، چې دا تخنیک څرګندوي او په لاندې ډول دي:

۱. قوي نقطې (: (Strengths

د سوداګرۍ ځانګړې طریقې او یا هغه لارې چارې چې مونږ ته پر نورو برتري راکوي. د SWOT Analyze په دې برخه کې د کاروباري ډلې یا د کمپنۍ د غړیو هغه وړتیاوې ترټولو اغېزمن رول ادا کوي چې د نورو نه یې په استثنایي ډول لري. له استثنایي ډول نه منظور هغه لارې چارې او پوهنیزه وړتیا ده، چې د نوو او عصري علومو له زده کړې څخه لاسته راځي. مثبتې ځانګړنې، د تولید ښه نوم، کامیابه اداره، د بازار موندنې مهارتونه، د پروسس وړتیاوې، مالي سرچینې، تولیدات او خدمتونه، د اخیستونکو باور او ښه مخیینه د قوي نقطو نورې بېلګې دي.

۲. کمزورې نقطې ((Weaknesses :

کمزورې نقطې معمولا د قوي نقطو برعکس عمل کوي. په کمزورو نقطو کې ټولې هغه طریقې شاملې دي، چې زمونږ سوداګري له نورو څخه په ښکته حالت کې ساتي. دلته هغه خطرونه څېړل کېږي چې له وړاندې نه زمونږ په تولید یا کمپنۍ کې موجود دي. غیرمعیاري تولید، محدودې مالي سرچینې، لوړ قیمتونه، له نوې ټکنالوژۍ نه بې خبري، په بازار کې خراب نوم، د بازار موندنې د مهارتونو نشتوالی او ناکامه اداره د کمزورو نقطو نورې بېلګې ګڼلی شو.

۳. فرصتونه (Opportunities) :

فرصتونه معمولا هغه عناصر دي، چې زمونږ سوداګري د بریا تر پوړیو رسوي. د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو چانس تل د یو فرصت په توګه مونږ سره شته. همدارنګه د چاپېریال او موقعیت شرایط هم کله کله د فرصتونو په جوړولو کې رول اداکوي. مثلا یو سوداګر یو جنس په یوه ځای کې په ډېره ارزانه بیه اخېستی دی. دلته دې جنس ته تقاضا نشته، نو ځکه یې قیمت کم دی. دی همدا جنس بل ځای ته، چېرته چې ورته تقاضا ډېره وي، انتقالوي او په لوړ قیمت یې پلوري. دا د ځای د تغییر په اساس د فرصت برابرېدل وو. ادارې او شرکتونه باید د فرصتونو د رامنځته کېدو په اړه بشپړ معلومات ولري، ځکه فرصتونه معمولا د لنډ وخت لپاره وي. کېدای شي فرصتونه د بازار له خوا رامنځته شي او یا د شرکتونو د سیالۍ له امله. دولت او نوې ټکنالوژي هم کله کله فرصتونه رامنځته کوي. د بازار چټکه وده، د اخیستونکو په ذوق او علاقه کې تغییر، د شته تولیداتو د استعمال متبادلې لارې او د دولت لخوا د مالیو کمېدل/ختمېدل د فرصتونو نور مثالونه دي.

۴. خطرونه (Threats) :

خطرونه په چاپېریال کې موجود ټول هغه عناصر دي چې زمونږ سوداګرۍ ته زیان رسولی شي، یا لږ تر لږه زمونږ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ کېږي. بهرني عناصر او فکتورونه د کاروبار لپاره دوه لوی خطرونه دي. د دې ترڅنګ په چاپېریال کې رامنځته کېدونکي تغییرات چې د کاروبار ګټه او باور په خطر کې اچولی شي، هم د Threats له جملې څخه دي. د دې سربېره د بهرنیو سیالي کوونکو راتګ، د متبادلو تولیداتو جوړېدل، د اخیستونکو په اړتیاوو کې بدلون او د دولت لخوا د لوړې مالیې وضع کول د خطرونو نورې بېلګې دي.

د SWOT پېژندل مهم دي، ځکه مونږ په پلان کې له هغو پړاوونو خبروي، چې د موخو په ترلاسه کولو کې راسره مرسته کوي. لومړی باید پلان جوړونکي غور وکړي، هغه موخه چې سوټ راکړې د ترلاسه کېدو وړ ده او که نه؟ که د SWOT له لوري راکړل شوې موخه د ترلاسه کېدو وړ نه وي، نو بله موخه باید انتخاب کړو او د سوټ عملیه بیا ترسره کړو.

ځینې لیکوالان د SWOT نسبت Albert Humphrey ته کوي. البرټ د هغې ډلې مشري کوله، کومې چې په ۱۹۶۰-۱۹۷۰ کلونو کې د سټانفورډ په څېړنیز انسټېټیوټ (اوسني سټانفورډ پوهنتون) کې هغه څېړنه پرمخ وړله، کومې چې د پنځه سوه شرکتونو په معلوماتو باندې کار کاوه. ده د خپلې څېړنې په پایله کې ځینې هغه موارد په ګوته کړل چې د کاروباري پلان لپاره یې ستونزې جوړولی شوې. البرټ هغه طریقه چې دا ستونزمن موارد یې څېړل، SOFT Analyze وبلله. وروسته بیا په ۱۹۶۴ز کال په یوه کنفرانس کې د F توری په W بدل شو او اوسنی SWOT Analyze منځته راغی.

لیکنه: خبیب علي ناګار