د تدريس تر څنګ باید نور څه وکړو؟

پوهنتون د علم، زده‌کړې، تربيې، اخلاقو، فرهنګ او ادب ځای دی. دلته د اخلاقو کچه لوړېږي او د علم ذخيره پراخېږي.

د استاد مسووليت دی چې د خپل ور سپارل شوي مضمون، د مفرداتو او کريکولم مطابق درس ورکړي او خپل زده‌کړيالان پرې پوه کړي.

يوازې درس ورکول پوهنتون کې هنر او کمال نه دی. د درس تر څنګ تر ټولو مهم کار دا دی چې استاد خپل محصل په حرکت راولي. لارې چارې ور وښيي او عملي کار پرې وکړي.

زما د تجربو له مخې کله چې يوازې محصل ته تدريس کېږي؛ نو محصل ناغېړې کوي او له زده‌کړې سرسري تېرېږي، خو کله چې د استاد له خوا عملي کار «سمينار، پر يوې موضوع تحقيق، تختې ته ولاړول، مقاله ليکل» او نور ور وسپارل شي؛ نو بيا محصل پر درس ځان ښه پوهوي، ځکه دی مجبور دی چې ځان پرې پوه کړي؛ نو د پوهنتون استاد ته بويه چې خپل محصل ته د درس تر څنګ د عملي کار انګېزه ورکړي او بيا يې ترې وغواړي.

استاد بايد د يو ښه لارښود په حیث کار وکړي. په هغو برخو کې چې محصلين يې ستونزې لري بايد ورته هوارې يې کړي، تر دي کټې دې تېر شي، استاد لکه د روژې د تروايح د ختم په څېر لګيا وي او محصلين ورته سر زنګوي.

زه اکثرو ټولګيو کې ليکوالي او مونوګراف تدريسوم. لومړيو دوو يا درې درسونو کې پر ليکوالي د محصل سر ور خلاصوم، وروسته ورته هر درس کې موضوع ور کوم او محصل راته پر هغه موضوع يوه کوچنۍ ليکنه کوي چې د يوې مياشتې په تېرېدو سره د محصل وړتيا را وسپړل شي او بيا د هر ډول ليکنې کولو توان لري. حتا د سياسي علومو، دري، پښتو، علوم ديني او رياضي ډېر محصلان مې ليکوالان شول، د ليکوالي کېدو راز يې يوازې او يوازې عملي کار و او بس.

د دې تر څنګ استاد مسووليت لري چې خپل محصل ته د عالي اخلاقو په اړه د حضرت محمد «ص» کيسې وکړي، ځکه د پوهنتون له محصله خلک د لويو اخلاقو تمه لري. که د يو محصل اخلاق کمزوري وي؛ نو د پوهنتون او استادانو نوم يې ورسره بدېږي.

دغه راز ښځينه محصلانو ته بايد د اسلامي حجاب ګټې، په دې اړه د قرانکريم حکمونه، د خاوند حقوق، د مور او پلار حقوق او. . . نور مهم مسايل چې په ښځو پورې اړه ولري ور وښودل شي.

په ټوله کې د محصلانو ملي روحيه بايد ژوندۍ وساتل شي. د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور په اړه بيا بيا ورته تبليغ وشي تر څو هر وخت او هر ځای له دغو دوو ارزښتونو دفاع وکړي، ځکه زموږ خلک پر اسلام او کلتور سر قربانوي.

په ټولنيزه برخه کې بايد محصل ته د يو ځوان په حیث خپل مسووليتونه ور په ګوته شي چې ټولنه له تا څه تمه لري؟ څه در څخه غواړي؟ ته ټولنې ته په کومه برخه کې کوم خير ور رسولای شې؟ کوم کار بايد لومړی کړې.

دغه راز په خپل کور کې محصل څنګه ژوند وکړي؟ هغه باور چې د زده‌کړو په اړه پلار، مور، وروڼو، خويندو او مېرمنې پرې کړی څنګه ورته ثابت کړي؟ دی بايد خپل علم نورو ته څنګه او له کومې لارې ولېږدوي؟

دې ته ورته ډېر مسايل شته چې د ورځني درس تر څنګ بايد يو استاد يې خپلو زده‌کړيالانو ته وښيي او د دوی ذهنيت جوړونه وکړي، په تېره بيا هغه محصلان چې فارغېږي بايد دا وروستۍ برخه يې ډېره مغز ته ور پېچکارې شي، تر څو له پوهنتونه د علم او پوهې تر څنګ د يو ښه ټولنيز فعال، کلتورپال او د يو ښه مسلمان ځوان په حیث هم ټولنې ته ور معرفي شي.

کاپي